کور / راپور / شهباز شريف: نواز شريف په زندان کي د بد سلوک سره مخ دی

شهباز شريف: نواز شريف په زندان کي د بد سلوک سره مخ دی

د پاکستان د پخواني ولسمشر نواز شريف ورور شهباز شريف وايي، د نواز شريف سره په بند کي ډېر بد چلند کېږي.

نوموړی وايي، کله چي د خپلي کورنۍ د غړو سره د خپل ورور ليدلو لپاره اډياله زندان ته ورغلی، ويې لېدل چي نواز شريف په بد حالت کي دی او دا حالت يې روغتيا ته سخت زيان پېښولی سي.

شهباز شريف په يوه ليک کي د خپل ورور حالت بيان کړی دی.

نوموړي په خپل ليک کي ليکلي دي، چي د نواز شريف سره په زندان کي تر قاچاقبر هم بد سلوک کېږي. هغه وايي، کله چي زندان ته ورغلی ويې لېدل چي د نواز شريف په هستوګنځي کي څيري او خيرنه بړستن هواره ده، په کوټه کي يې چټل تشناب دی، ايرکنډېشن نسته او  په خونه کي د غوماشو له لاسه خوب نه کېده.

نوموړي ليکلي دي: «هلته چي ولاړم نو ومې لیدل چي میا محمد نواز شریف ته حتی د لوستلو لپاره یو اخبار هم نه ورکول کیده، تولایي (توشکه) یې پر ځمکه هواره وه، لیټرین (تشناب) یې هم ډیر چټل وو، او په خونه کي یې ایرکنډیشن هم نه وو لگېدلی.»

شهباز شريف په خپل ليک کي ليکلي دي چي بايد د نواز شريف ځانګړي ډاکټر ته اجازه ورکړل سي ترڅو د هغه روغتيا ته پاملرنه وکړي. ځکه نوموړی د شکري او زړه ناروغي لري او د زندان بده وضعه يې روغتيا ته جدي ګواښ پېښولی سي.

بل خوا د پاکستان ځينو چارواکو د زندان د بد حالت او ناوړه وضعيت پړه هم پر نواز شريف اچولې ده. ددوی په وينا مسلم ليګ نواز ګوند شاوخوا ۲۰ کاله په پنجاب کي حکومت وکړ خو په دې اوږده موده کي يې د زندانونو وضعيت ته پاملرنه ونه کړه.

د پاکستان يوې محکمې د فساد په تور نواز شريف ته د ۱۰ کلونو ، د هغه لور مريم نواز ته د ۷ کلونو  او زوم  ته يې د  ۱ کال سزا اورولې ده.