ولسمشر اشرف غني د هغه ناقانونه چلند د ارزوني حکم کړی دی چي له مخي يې د ملي اردو سرتيري په فارياب کي د نيول سويو کسانو سره کړی دی.
له ارګه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي په فارياب کي د نيول سويو کسانو پر وړاندي د افغان ځواکونو د چلند او همدارنګه په پکتيا او جلال اباد کي د ولسي وګړو د وژني د اروزني لپاره ولسمشر امر کړی چي جدي څېړني وسي.
له څو ورځو راهيسته پر خواله رسنيو داسي انځورونه خپاره سوي دي چي ښيي افغان کمانډو ځواکونه په فارياب کي د قومندان قيصاري ساتونکي چي سترګي يې تړل سوي دي وهي او د هغوی سره سپک چلند کوي.
د ارګ په اعلاميه کي ويل سوي دي چي ” د افغانستان حکومت د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ داسې چلند، چي د هېواد له اصولو او نافذه قوانینو سره ټکر کي وي، په هېڅ صورت د منلو وړ نه بولي. ”
په اعلاميه کي راغلی چي ولسمشر د يادي پېښي د جدي څېړني امر کړی دی، په اعلاميه کي راغلي: ”ولسمشر غني فاریاب کي د نیول سویو کسانو خپرو سویو تصویرونو او دغه راز په پکتیا او ننګرهار کي د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي خلکو ته د اوښتي زیان په تړاو ادارو ته امر کړی، چي څومره ژر ممکن وي، هر اړخیزه او جدي څېړنه یې وکړي. ”
په فارياب کي۱۲ ورځي وړاندي قومندان قيصاري افغان ځواکونو ونيوی او له ځان سره يې کابل ته ولېږدوی.
پر قيصاري تور دی چي د افغان ځواکونو پر وړاندي يې نامسؤولانه چلند کړی دی او د ناقانونه کړني يې ترسره کړي دي.
د قيصاري څو ساتونکي تېره جمعې ورځ افغان حکومت خوشي کړه، خو خپله قيصاري او څو نور ساتونکي يې لا هم په کابل کي بنديان دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه