ارزګان کې امنيتي چارواکي وايي په ترينکوټ ښار کې د غيری مسولو وسله والو څخه وسلي راټولي کړي چې له امله يي د ښار امنيتي وضيعت سم شوي.
ترينکوټ ښار اوسيدونکي د دولت له لوری د غيري مسوله وسله والو پر بی وسلو کولو خوښ دي دوی هم وايي چې د پخوا په پرتله د ښار امنيتي وضيعت کې بدلون راغلۍ دي.
ارزګان کې چارواکي وايي د ناقانونه وسلو شتون د ترينکوټ ښار امنيتي وضيعت خراپ کړي وه.
چارواکي وايي په تيره يوه مياشت کې د يو شميرغیري مسوله وسله وال بی وسلي کړی چې له امله يي دښار امنيتي وضيعت کې بدلون راغلي.
د ارزګان امنیتي چارواکي یاد ګام پر داسې مهال پورته کوي چې په دې ورستیو کې دغه ولایت د ګڼ شمېر امنیتي پيښو شاهد وو.
دارزګان امنيه قومندان ډګروال محمد معروف احمدزی وايي د ولسمشر د فرمان له مخي به په ارزګان کې د ټولو هغو کسانو څخه وسلي راټوله وي چې قانون ورته اجازه نه وي ورکړي.
له دي سره د ترينکوټ ښار اوسيدونکي هم د دولت په دغه اقدام خوښ دي او زياته وي چې له تيرو څو ورځو راهیسي په ښار کې امنيتي وضيعت سم سوي دي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوې چې په ښار کې دي د ټولوهغو کسانو مخه ونیول شي چې د امنيت لپاره ګواښ وي.
امنيتي مقاومات وايي چې ارزګان کې دامهال شاخوا ۴۰۰ ميله د دولت وسلي د غیری مسوله والو سر دي چې په نږدي وخت کې به ټولي راټولي او د ډاياک پروسي ته به وسپارل شي.
ارزګان کې هغه لس ميله سپکي او درني وسلي او دوه عرادي دولتي موټر هم رسنيو ته ښودل شوه چې په تيرو څو ورځو کې په ښار کې د دولت پلوه غیری مسولو وسله والو څخه نيول شوي وه.
راپور: احسان الله اولس يار