کور / راپور / د دوستم د دفتر مشر: د ډزو ځواب په ‌ډزو ورکوو

د دوستم د دفتر مشر: د ډزو ځواب په ‌ډزو ورکوو

د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د دفتر مشر عنايت الله فرهمند وايي، که حکومت پرجنبش پلوه مظاهره کونکو ‌ډزي وکړي، نو دوی به هم ورته ګام پورته کړي.

عنايت الله فرهمند د امريکا ږغ راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي حکومت د خلګو پر غوښتنو غور نه کوي او هغه بابيزه ګڼي او هڅه کوي چي خلګ سترو او جدي لاريونونو ته وهڅوي.

د نوموړي په خبره، که دا ځل حکومت پر لاريون کونکو ډزي وکړې نو دوی به هم په بالمثل عمل لاس پوري کړي او پر حکومتي ځواکونو به ډزي وکړي.

د جنبش پلويانو وروسته ترهغه مظاهرې پيل کړې چي اته ورځي وړاندي افغان کمانډو ځواکونو په فارياب کي د جنبش پياوړی قومندان نظام الدين قيصاري ونيوی او کابل ته يې د ځان سره يووړی.

د قيصاري د نيولو سره هممهاله د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کي د جنبش په پلوۍ مظاهرې پيل سوې او مظاهره چيانو ګڼي لويي لاري تړلي دي.

د جنبش ، جمېعت او ملي وحدت ګوندونو د قيصاري نيول غندلي دي او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده. خو حکومتي چارواکي وايي چي قيصاري په ځورونو او ګڼو جرمونو تورن دی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره ملي امنيت ته سپارل سوی دی، ترڅو هغوی ورسره قانوني چلند وکړي.

بل خوا افغان ولسمشر اشرف غني خبر داری ورکړی دی چي د خپلسرو ملېشو او زورواکانو سره به خساب کتاب کوي.

اشرف غني څو ورځي وړاندي وويل: “اوس هغه وخت رارسیدلې چي د قانون په ټینګښت کي  باید قاطعیت ولرو. غیرمسووله وسله وال کسان باید زما پیغام واخلي چي مسووله کیږې به که نو مسووله به مو کړو. “