په افغانستان کي بهرني ځواکونه وايي چي په ننګرهار کي يې د داعش لوی مرکز له منځه وړی دی.
افغان ځواکونه هم مني چي د ننګرهار د هسکي مېني په ګورګورۍ سيمه کي يې د بهرنيو ځواکونو په ملتيا د داعش مرکزونه وران کړي او ګڼ شمېر جنګيالي يې وژلي دي.
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د ځانګړو عملياتو مشر ډګروال جوشواتيل وايي، د دوو مياشتو هوايي بمباريو او ځانګړو عملياتو په ترڅ کي چي د افغان ځواکونو سره په ګډه روان وه د داعش ډلي ۱۶۰ تنه غړي وژلي دي او د هغوی مرکزونه يې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.
ډګروال تېل چي په هسکه مېنه کي يې خبري کولې وويل چي په دې عملياتو کي امريکايي ځانګړو ځواکونو هم برخه لرل.
تېل وويل: ”زموږ کمانډو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي داعش وسله وال له ګورګورۍ سيمې په بشپړه توګه و ايستل. په دې سيمه کي د داعش مهم مرکزونه وه. داسې ځای چي دې ډلي ته يې د مالي او لوژستيکي ملاتړ زمينه برابروله. د داعش په شا تمبولو سره مو سیمې ته د خلکو بېرته ستنېدو لاره هواره کړه. داعش ډلې له همدې ځايه په کابل او جلال اباد بريدونه پلانول.”
د هسکې مېني ولسوال رضوان الله هم وايي چي په سيمه کي زيات داعش وسلوال وژل سوي دي.
د رضوان الله په خبره په وژل سويو کي د داعش بهرني جنګيالي هم سته چي له بېلابېلو هيوادونو دلته راغلي وه او د سختدريځو وسلوالو سره په ګډه يې په افغانستان کي بريدونه کول.
ښاغلی رضوان الله وايي: ”هغه وسله وال چې دلته وژل سوي دي، د چين د سينکیانګ، تاجکستان، ازبکستان او چيچن وګړي هم شامل دي، دغه راز دلته د افغانستان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي چي د داعش سره يوځای سوي وه هم وژل سوي دي” .
د چارواکو په وينا په هسکه مېنه کي د داعش وسلوالو د شتون پر مهال له سيمي په زرګونو کورنۍ کډه سوي دي او لږ ترلږه لس زره ماشومان له زده کړو بې برخي سوي دي.
اوس چارواکي وايي، چي نور په سيمه کي د داعش وسلوال نسته او خلګ کولای سي خپلو مېنو ته ستانه سي.
د چارواکو په وينا په سيمه کي د امنيت د تامين په خاطر يې د هسکې مېني په ګورګورۍ سيمه کي د کمانډو او بهرنيو ځواکونو يوه لويه قرارګاه جوړه کړې ده.