کور / تازه خبرونه / فارياب: لاريون کوونکو د ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ

فارياب: لاريون کوونکو د ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ

فضل قادر انډيوالپه فارياب کې د نظام الدین قیصاري پلويانو د نوموړي نيول کېدا پر ضد لاريون ترسره کړى اوبيا افغان امنیتي ځواکونو پر لاريون کوونکو ډزې کړى، لاريون کوونکو د فاریاب ولايتي ودانۍ او دولتي موټرو ته اور ورته کړى ، په دې اخ وډب کې يو کس وژل شوى او ٧ ټپيان دي د فاریاب ولایتي شورا مشر محمد طاهر رحماني ویلي، اوس لاریون له کنټروله وتلي او قهرېدلي لاريون کوونکي د ولایت ودانۍ ته ننوتلي او هلته یې دولتي موټرو ته اور اچولی دی.دی وايي، تر اوسه د امنیتي ځواکونو د ډزو انګیزه نه ده معلومه، خو ښايي لومړی لاريون کوونکو تیږې پرې ویشتلې وي.د نظام الدین قیصاري سيمې يو قوماندان وو چې دولت نيولى او پلويان يې د نيولو پرضد راوتلي دي