د دفاع وزرارت چارواکي وايي، نظام الدين قيصاري په فارياب ولايت کي د خلګو په ځورونه تورن دی، دی اوس قضايي ارګانو ته سپارل سوی دی او پر هغه د لګېدلو تورنو ته به ځواب وايي، که تورن وپېژندل سو د قانون په چوکاټ کي به چلند ورسره وسي او که سپين وختی بېرته به خوشي سي.
نظام الدين قيصاري تېره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو په فارياب ولايت کي ونيوی او د ځان سره يې مرکز کابل ته لېږدولی دی.
نظام الدين قيصاري د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کي د جنرال دوستم ځانکړی استازی دی.
نوموړی پر داسي مهال ونيول سو چي يوې پوځي غونډي ته دعوت سوی وو.
ويل کېږي د نوموړي د نيول کېدو پر مهال شخړه سوې چي پکي د قيصاري څلور ساتونکي وژل سوي او څلور نور يې ژوبل دي.
پنځوس کلن قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کلیواله توپخانه سیمه کي زیږېدلی دی. کلونه یې بڼوالي او سوداګري کړې او له ۱۳۹۰ هـ ش راهیسې یې سیمه ییزو پولیسو کي د سیمه ییزو پولیسو د مرستیال په توګه فعالیت پیل درلود.
هغه ولسي پاڅون پیل کړ، چي شاوخوا درې سوه کسان ورسره یوځای سول او بیا د قیصار امنیه قومندان سو.
نوموړی څلور کاله وړاندې فاریاب کي د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی.
اوسمهال د فاریاب د ولسي پاڅون مشري هم کوي.