لیکونکی: حکمت الله نظري
مخکې له دې چې په افغانستان کې د پانګې اچوونې پر وړاندې د شته خنډونو او فرصتونو اړوند خبرې وکړو؛ غوره ګڼم ترڅو د پانګه اچوونې پر محتوا او بعادو غور وکړو.
پانګه اچوونه څه ده؟
په عامه ژبه سره هر هغه سوداګریزه کړنه چې وکوالای شې په لږ اندازه روپۍ او داسی نور امکانات په داسی ډول سره وکاروي؛ ترڅو زیاتې روپۍ پرې ترلاسه کړي پانګه اچوونه بلل کیږي.
اوس نو دی موخې ته رسیدو لپاره بیلابیلې کړنلارې، اصول او سټراټیژیانې لرو؛ چی پر مټ یې کوالای شو یوه بریالۍ پانګه اچوونه وکړو. لکه : د تولیدي شرکتونو پرانیستل، سوداګري، د شرکتونو د سهامو اخیستل، د عامه خدمتونو وړاندې کول او داسې نور په ګوته کوالای شو.
په هر هیواد کې پانګه اچوونه خپل خاص او بیلابیل اصول او شرائط لري. امنیت، د قرضونو د ورکړې سیستم، په بازار کې سالم رقابت، انرژي، ځمکه، ټرانسپورت، ټیکنالوژي او داسې نور د پانګې اچوونې لپاره اړین ګڼل کیږي.
د يو چینايي متل ( ستا ستونزه زما بیزنس دی ) پر اساس ویلای شو؛ څومره چې ستونزې زیاتې وی؛ هومره به د پانګي اچوونې لپاره فرصتونه هم زیات وي؛ ځکه هره ستونزه یو نوی فرصت زيږوي. نو افغانستان هم ددې کبله چې د پانګې اچوونې په برخه کې زیاتې ستونزې لري هومره د فرصتونو څښتن هم دی.
داچې په افغانستان کې د پانګې اچوونې پر وړاندې شرائط څه دي؟ په افغانستان کې د پانګې اچوونې اړوند څه ستونزې او فرصتونه دي؟ دې او دې ته ورته پوښتنو ته ځواب لپاره لیکنه تر پایه ولولئ.
۱. امنیت:
د امنیت نه شتون او جګړه یو له هغو ستونزو او آفتونو څخه ده چی هرڅه له تباهۍ سره مخ کوي. دا څو لسیزې تپل شوې کورنۍ جګړه او نا امني د نورو سکتورونو ورهاخوا د افغانستان په سوداګرۍ او پانګې اچوونې باندې ښکاره تأٌثیر کړی؛ چې له مخې یې ګڼ شمیر پانګوالو خپل کاروبارونه تړلي او یا یې هم خپله پانګه بهرنیو ملکونو ته لیږدولې ده. چې پایله يې هم په هیواد کې د تولیدي کچې د ټیټوالي لامل شوې؛ او د هیواد اقتصادي سیستم ته یې ملاماتونکی ورانی پیښ کړی دی. همدارنګه د ګڼ شمیر هیوادوالو د بې روزګارۍ او بیوزلۍ لامل هم ګرځیدلی.
دې ستونزي ته په کتو سره دولت اړ دی څو په هیواد کې پانګوال پانګې اچوونې ته وهڅوي او د امنیت او ساتنې لپاره یی اړین ګامونه پورته کړي.
۲. د افغانستان په سوداګریزاو تولیدي نظام کې د بهرنیو ملکونو ښکاره لاسوهنه:
په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دې؛ چې دبهرنیو هیوادونو د سیاسي، ټولنیزې او جغرافیایې لاسوهنې ورهاخوا؛ په هیواد کې د ننه د بهرنیو ملکونو د اقتصادي او سوداګریزو ښکاره لاسوهنو ښکار دی. اوس مهال د افغاستان تولیدي او سوداګریز مارکيټ د بهرنیو بازارونو تر پراخ تأثیر لاندې دی. د بهرنیو تولیداتو شتون ددې سبب شوی ترڅو د داخلي تولیداتو د تولید کچه را ټیټه شي؛ چې دا بیا په صادراتو او وارداتو باندی مستقیمه اغیزه کوي؛ او دهیواد د صادراتو د ټیټوالي او وارداتو د ډیروالي سبب کيږي. نو په پایله کی د شته ستونزو په کتو سره پانګوال د پانګې اچوونې لپاره زړه نه ښه کوي.
۳. په هیواد کې د ننه د ټیکنالوژۍ او پروسس ماشینونو نه شتون:
په هیواد کې د ننه د ټیکنالوژۍ او پروسس ماشینونو نه شتون سبب شوی ترڅو د پانګې اچوونې بیلانس را ټیټ کړي. ټیکنالوژي او د پروسس ماشینونه یو له هغه مرستندویه وسایلو څخه دي چي پر مټ یې کوالای شو تولیداتې کړنلارې په لږ وخت، ټیټه بیه او لوړ مؤثریت سره ترسره کړو. حال دا چې نه شتون یې د تولیداتی کمپنیو کړنې له خنډونو سره مخ کوي.
۴. د انرژۍ او بريښنا کموالی:
افغانستان یو له هغو هیوادنو څخه دی؛ چې په پراخه کچه اوبو، غرونو او دریابانو درلودونکی دی. چې له مخې یې کوالای شو په نوموړو دریابانو او سیندونو باندې د بريښنایي بندونو په رغولو سره د بريښنا او انرژي کمښت په هیواد کې د ننه بسیا کولو ورهاخوا ګاونډیو ملکونو ته ولیږدوي او د هیواد د عایداتو لپاره نوې کړکۍ پرانیزي.
خو په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د نوموړو امکاناتو او طبعي نعمتونو په شتون سره زموږ هیواد د تولیداتي انرژۍ له کمښت سره لاس او ګریوان دی؛ چې له مخې یې د تولیداتي کمپنیو او پانګوالو لپاره ګڼ شمیر ستونزې راولاړې کړې دي.
۵. د هیوادوالو د منفي آند شتون د کورني تولیداتو په هکله:
په هیواد کې د ننه د بهرنیو تولیداتو شتون د دې سبب شوی تر څو داخلي تولیدات ورځ تر بلې کمزوري شې؛ د ضعف یو لامل یې د بهرنیو تولیداتو شتون دی. بهرني تولیدات د خراب کیفیت له وجې په ټیته بیه پلورل کیږي؛ او د لوړ مارکيټینګ له مخې پوره مارکيټ په واک کې لري. په داسې حال کې چې کورني تولیدات د یو منظم پلان د نه شتون او بازار موندنې د نه ترسره کولو له کبله خپل ارزښت له لاسه ورکړی؛ او آن دا چې خلک د کورني تولید د پیرلو لپاره هم زړه نه ښه کوي.
۶. د پانګې اچوونې او پانګوالو لپاره د دولت نه پاملرنه:
د یو منظم میکانیزم او پلان نه شتون، د پانګوالو ستونزو ته نه پاملرنه، لوړ دولتي مالیات او داسې نور هغه لاملونه دي؛ چې پانګونه یې ستونزمنه کړې ده.
۷. د تخنيکي او مسلکي کارکوونکو نه شتون:
د تخنیکي او ماهرو کارکوونکو نه شتون، نامنظم سوداګریز سیستم او د مسلکي کاري ټیم نه شتون ددې لامل شوی؛ ترڅو په هیواد کې د ننه پانګه اچوونه ټکنۍ او ستونزمنه کړي. دولت اړ دی څو په تولیدي او صنعتی برخه کې په کارپوه او مسلکي کسان وروزي او وګوماري؛ تر څو وکولای شي مستقبل کې د صنعت په ډګر کې مؤثریت ښکاره کړي.
په پای کی د یو ودان، ویاړلي، آباد، ښیراز او خپل اقتصادي ځواک ولاړ افغانستان په هیله.