د ترهګرۍ سره د مالي مرستو د څار په غونډه کي د پاکستان په خړ ليست کي د شاملولو لپاره امريکا، برتانیې، جرمني او فرانسې رايې ورکړي دي، چي ترکيې ، چين او سعودي عربستان يې هم ملاتړ کړی دی.
پاکستان هڅه کول چي له دې ليست څخه د ځان ايستلو لپاره نړيوال قانع کړي خو په دې ونه توانېدی چي ځان سپين کړي.
دخړ ليست هدف دادی چي پاکستان د ترهګرو سره په مالي مرسته تورن دی او نړيوال غواړي چي پاکستان له دې کارونو څخه لاس په سر سي.
په راتلونکي سپټمبر مياشت کي به د ترهګرو سره د مالي مرستي د څار اداره يو ځل بيا د پاکستان په هکله غونډه کوي، که چيري ترهغه وخته پاکستان په ځان کي مثبت بدلونونه رانه وستل د غونډي د پرېکړي له مخي به پاکستان په تور ليست کي شاملېږي، چي په دې سره به پاکستان له يوې خوا نور هم منزوي سي او له بلي خوا به په نړيواله کچه د بد نوم سره مخ وي.
په خړ ليست کي د پاکستان د شاملولو پرېکړه د فبرورۍ په مياشت کي سوې وه، خو پاکستان ته وخت ورکول سوی وو چي له دا ډول مرستو څخه لاس په سر سي او دا وښيي چي د ترهګرو مالي ملاتړ نه کوي، خو پاکستان غړي هيوادونه په دې قانع نه کړه چي ګڼي د خپلو کړنو لاس په سر سوی دی.
د ملګروملتونو له خوا پر پاکستان فشار وو چي په خپل هيواد کي د حافظ سعيد پر ضد عمليات وکړي او ترڅنګ يې سختدريځو او ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره کي ځايونه ورنه کړي او نه د هغوی مالي ملاتړ وکړي. خو پاکستان ددې سره سره حافظ سعيد ته په انتخاباتو کي د ګډون حق ورکړ او د ترهګرو پر ضد يې اقدامات ونه کړه.
امریکا د فبرورۍ په میاشت کي په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې ته وړانديز کړی وو چي پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کي شامل کړي.
هغه وخت ټاکل سوې وه چي پاکستان به د مي په میاشت کي د مالیې د څار نړیوالې ادارې ته د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پلان وسپاري ،که يې اداره قانع نه کړای سوه نو رسمي اعلان به وسي چي پاکستان د څار په خړ فهرست کي شامل سي.
د ترهګرو سره د مالي څار اداره د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی ، چي په غير قانوني توګه د پېسو لېږلو او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کي د ورپېښو خطرونو څخه د ساتني لپاره په ۱۹۸۹ کي جوړ سوی دی.