ارزګان کې لسګونه کسان له دولت څخه په ښار کې د امنيت تامين کولو غوښتنه کوي.
خو له تيري ورځي راهيسي دولتي چارواکي له رسنيو څخه ځان پټوي.
د دوشنبه په شپه ارزګان کې د ملي امنيت د ځواکونو او پخواني امر د امنيت حاجي رحيم الله خان د ساتنکو تر منځ د ولايت مقام دروازه کې نښته سوه چې له امله يي د ترينکوټ هټوالو ته د سر او مال زيانونه واوښتل.
تر يادي پيښي وروسته خلګ د ښار امنيتي وضيعت ته انديښمن دي.
د چهار شنبه په ورځ د ترينکوټ ښار واټونو ته په لسګونه خلګ راوتلي اوپه ښار کې د امينت تامين کولو غوښتنه کوي.
دوی پر دولت نيوکي وکړي چې په ترينکوټ ښار کې د خپل سر وسله والو مخه نه ده نيولي چې له امله يي خلګ له ګڼو ستونزو سرمخ شوي دي.
اعتراض کوونکي وايي يو شمير دولتي چارواکي په دغه ولايت کې خلګ قومي تضادونو ته پاره وي.
اعتراض کوونکي د ملي امنيت د تېري ورځي هغه کړڼه غندي چې دپخواني امر امنيت پر وړاندي يي د ټوپک په خوله غبرګونه ښودلي.
دوی وايي دولت دي چې په ښار کې دي د خپل سرو او زورواکو مخ په ټوپک نه بلکي په قانوني لارو چارو ونيسي.
په ترينکوټ کې د ملي امنيت د ځواکونو او پخواني امر امنيت تر نښتي وروسته اوس په ترينکوټ ښار کې د خلګو تر منځ ويره خپره ده.
دښار يو شمير واټونو ته افغان ځواکونه راتولي او په هوا کې پر ښار چار چاپيره هيليکوټري ګرځي.
رسنۍ له تيري ورځي راهیسي هڅه کوي څو د دولتي چارواکو له خولي د تيري ورځي د نښي په اړه معلومات واخلي او له خلګو سره شريک کړي خو له پوره پوره هڅو سره سره بیا هم دولتي چارواکي له خبرو کولو ځان پټ ساتي.
راپور: احسان الله ولس يار