
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هیواد د شپږو زونونو کرکټ لوبډلو ترمنځ د غازي امان الله خان لیسټ A پنځوس اوریزې لوبې د دویم ځل لپاره پيليږي .
دغه لوبې ، چې په خوست او کابل کې به پيل شي ، د جولای میاشتې له ۱۰ نيټې به تر ۲۲ نيټې پورې دوام وکړي .
د يادو سياليو د دوهم پړاو ځینې لوبې به په تلويزيون په ژوندۍ بڼه وښودل شي او د ملي لوبډلې لوبغاړي به هم په کې ولوبيږي .
تیر کال د افغانستان کورني کرکټ پنځوس اوریزو لوبو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د لیست A دریځ ورکړل شو، ددغه دریځ تر ورکولو وروسته د افغانستان پنځوس اوریزو لوبو په نړیواله کچه رسمیت ترلاسه کړ، چی د هرې لوبې او پدې لوبو کې د لوبېدونکو لوبغاړو کړنې ( ریکارډونه ) په نړیواله کچه ثبتیږي.
تیر کال په دغو سیالیو کې سپین غر زون لوبډلې اتلولي ترلاسه کړې وه او دا ځل به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه