ليکنه: ا – ځواک
د حرمين الشريفين د امامانو څرګندونې د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي؛ ځکه دا د هغه امامانو څرګندونې دي چې ټوله مسلمانه نړۍ ورته ځانګړی احترام او د ټولو له پاره ژور عقدوي ازرښت لري چې دا په اصل د ټولې نړۍ متوجه کول دي د افغانستان روانې خونړۍ جګړې ته.
په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام شيخ عبدالرحمن السديس ویلي چې په افغانستان کې د چاودنو، بمباریو، بریدونو او نورو ورته پېښو قربانیان عام وګړي دي او په خبره یې چې په افغانستان کې د جګړې د درېدلو لپاره سم د لاسه اور بند، سیاسي خبرې او روغه جوړه تر ټولو افضل جهاد دی.
همدا شان د نبوي مسجد امام هم په دې اړه څرګندوې کړې دی دا تر ټولو مثبت او مهم ګام دی ځکه د جګړې زیاتره برخه عام افغانان دی دا په دې مانا چې د سولې دیپلوماسۍ خپل کار کړی دی او د افغان دولت تمایلات او هڅې سولې د نتېجې په حال کې دي چې هیله ده د سولې له نعمته برخرداره شي او د ټولې اسلامي نړۍ پام یې دې بدمرغې جګړې ته را اړولی دی د سیمې او نړۍ هېوادونه هم په همدې هڅه او تلاش کې دي چې باید جګړې پای ته ورسي او سوله قایمه شي؛ ځکه نړیوال هم نور له جګړې ستړي شوي غواړي په سیمه کې سوله وي، اقتصاد وي او پرمختګ وي او بل خوا ټول افغان ولس د دې تپل شوې زغم نور نه لري؛ نو ځکه هر خوا د سولې په هکله حرکتونه او مجلسونه پیل شوي دي او بل دا چې الله جل جلاله د هغې پاکې او مقدسې خاورې (د حرمینو شریینو) له خوا د داسې بسیاري څرګندونو له برکته دې خدای (ج) سوله راولي. نه زموږ د تورو اعمالو له رویه.
د اختر په دریو ورځو خلک سولې ته دومره خوښ وو چې په تېرو څلوېښتونو کې بالکل بیساری حتی په لوګر ولایت کې د یوه سپین روبي زړه له خواشالی ودرېد او همدا په پکتیا ولایت کې دوو کسو خپل خوږ ژوند هم د ډېرې خوښۍ له امله لاس ورکړ.
او همدا شان خکل وی چې شکر او مننه خدایه! له پرونه راهیسې خدای ج زمونږ په ولس دوه خوښۍ ولورولې… یو زمونږ مذهبي جشن ”کمکی اختر” بل زمونږ ملي جشن چې په تیرو څلورو لسیزو کې لومړنی عملي اوربند دی، چې دواړو خواوو په اخلاص عملي کړ… د سوله ییز اختر په ویډيویي صحنو کې مې دوه عجیب شیان ولیدل، چې پخوا مې تصور نه کاوه، یو داچې طالب جنګیالي سولې ته تر مونږ ډير تږي ښکاریدل… دوهم پدې باوري شوم چې که افغانان سل کاله دښمن وي، په یوه لحظه کې بیرته سره یو کیدلی شي… د سولې لمر په راختو دی، انشاالله زمونږ ورورولي به تر روانې دښمني سل چنده پیاوړې وي.؛ خو وسله والو طالبانو د سولې په تړاو د ولس را ټوکېدلې هیلېډېر ژر په نهیلۍ بدلې کړې او بېرته یې جګړې ته مخه کړه چې پدې کار سره یې یو ځل بیا بهرنیانو ته په هېواد کې د پاتې کېدو پلمه په لاس ورکړه. په داسې حال کې چې افغان ولس هېڅکله د بهرنیانو شتون او د جګړې دوام نه غواړي، بلکې د سولې هڅو ته لبیک وایي.
دا خو لا څه کوې چې د دیني علماوو کرامو خبره هم دې خرڅ شویو ونه منله یعنی طلباوو کرامو په علماوو کرامو برید وکړ او شا و خوا 20 تنه یې شهیدان او ټبان کړل. دا خرڅ شوي به په دې خوښ شوي او افتخار به یې هم کړی وی خو دا چې د یوه بې ګناه وژل د ټول بشر د وژلو په معنی دی؛ نو د دې ځواب څنګه وایي په داسې حال کې زموږ په دین کې په علما پسې خبرې کول هم سخته ګناه ده وژل خو یې لا پرېژده.
خبره ده دا چې نر هغه دی چې د سولې آواز اوچت کړي د سولې پر لور یو قدم اوچت کړي او سولې ته تمایلات وښيي ځکه دا سوله د الله جل جلاله خوښه ده، سوله د هغه د انبیاوو او پیغامبرانو خوښه وه او سوله د د هر چا خوښه ده؛ نو که سوله ونه شي نور به هم وینه تویدونه زیاته شي، نور به هم دربدري او تورتم تم زیات شي او د رڼا یعني تعلم ځای به تورتم او بېسوادي ونیسي او بربریت او وحشت به زیات شي چې د دې ټولو ځواب به همدا شر خوښوونکي ورکوي.
افغان ولسمشر خو خپل ټول صداقت او هڅه د سولې په هکله نړۍ ته ورښودله او نړوالو هم وستایه او سوله یې یوه اړینه او مقدسه کلمه وبلله افغانانو خپل احساسات په اختر کې ښکاره کړل حتی ویل چې کېږي د اختر په ورځو کې ښځو آن تر دې چې په پکتیا – زرمت لار یا سړک کې په کیلو مترونو سړک آب پاشي کړ او له سولې سره یې خبله لیوالیتا وښوده او همدا شان د سولې کاروان له هلمند- کندهار- غزنی- میدان وردګ او او کابل څخه پلی تګ وکړ او د سولې نارې او سورې ټولې نړۍ ته وروسلې، خلکو وستایل، افغان ولسمشر اشرف غني وستایل خو دې خرڅ شویو مخالفینو حتی غوږ هم پرې ونه ګراوه زه فکر کړم چې دا یا ډېر بې عقله دي او یا ډېر کبرجن خو د کبرجن کاسه نسکوره وي او له انسان سره کبر نه ښایي یا خو دې خدای(ج) هدایت ورته وکړي او یا دې خدای (ج) تباه او برباد کاندي.
دا چې د خلکو غوښتنه نه مني د دیني علماو پرېکړه نه مني د کعبې د امام څرګندونې چې یوه نوراني او بشاشه څېره لري نه مني او د تور لینګي خبره مني چې د اسلام او افغان دښمانان دي یا د بل اجنبي خبره مني چې خپلې ګټې په دې بدمرغه جګړه ویني او یا یې په جېبونو کې اچوي. د اختر په درېیمه شپه د شمشاد ټولوزیون یو ډېر ښه متوازن او بشپړ رپورټ جوړ کړی و یوه طالب قوماندان وویل چې موږ ټول خپل مصراف له کانونو پوره کوو د ننګرهار ټول کانونه له موږ سره دي او یوازي زما د سیمې میاشتنی عاید درې سوله لکه دی؛ ښو نو چې طالبان یوازي د یوه قوماندان له اړوندې سیمې څخه درې سوله لکه روپي عاید ولري نو څنګه به سوله خوښه کړي او بل دا چې دا کانونه چې استخراجېږي دا چېرته او کوم ملک ته انتقالېږي او ګټه ترې څوک اخلي یعنی دا خو معلومه خبره ده چې زموږ ملکه بهر نورو هېوادونو ته انتقالېږي او له دې څخه پله ملونونو لکه ګټله اخلي او افغان زورېدلي ملت ته هېڅ په کې نه رسي؛ نو آیا هغه څوک چې عقدوي وي او دا دعوه هم کوي چې موږ خو د عقیدې په خاطر جګړه کو دوی دا په کوم دلیل د خپل ملک کانونه د نورو په اختیار کې ورکړي او ولې به دا کار کوي نو معنی یې دا ده چې جګړه له انسان وحشي جوړوي او دا جګړه جې هر څومره اوږدې همداسې بدمغرۍ به ورسره ډېرېږي او خدای (ج) رحم به راڅخه لیرې کېږي او د نورو لاس ته به مو د تل لپاره لار اوږد وي.