ليکنه: مینه منګل
زموږ ګران هېواد افغانستان چې د څو لسیزو را په دې خوا د پردۍ جګړۍ په اور کې سوځي او په میلیونونو افغانانو په دې جګړه کې خپل ژوند د لاسه ورکړی او په میلیونونو کورنۍ د غم په ټغر کېنولي، په دې اوږده جګړه کې نه یواځې افغانان قرباني شوي بلکې زموږ ټولنې اقتصادي ، کلتوري سیاسي ، زیربناوې له خاورو سره یو شوي دي ، که هر څومره د افغانستان خلکو
ددې کور ورانونکې جګړې د ختمېدو د پاره نارې کړي دی خو جګړه مارو کله هم ددې افغانان غږ
ندی اورېدلی او له افغان وژنې یې خوند اخیستی.
علت یې په
دې کې دی چې زموږ بهرني دښمنانو د خپلو ګټو په خاطر یې زموږ په هېواد کې دا اور بل کړی دی او افغانان یې تل د سون د توکو په توګه سوځولي.
او بل زموږ په هېواد کې یو شمېر کسان او ځيني پرديپاله کړۍ په دې جګړه کې خپلې ګټې او بقا لټوي چې د جګړې د دوام عوامل همدا کړۍ دي .
له نېکمرغه کله چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې ولسونو سره ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به سوله راولي.
کله چې نوموړی د افغانستان ولسمشر شو ، د لومړنۍ ورځې څخه یې د کړې ژمنې د ترسره کولو په خاطر د سولې د پاره مبارزه پيل کړه، چې بالاخره د نوموړي د هلو ځلو په پایله کې دا یو مهم قدم او تاریخي کړنه وه چې مسلح مخالفین یې د لومړي ځل د پاره اوربند ته راضي کړل ، اګرچې دا اوربند ډېر لږ او لنډ مهاله دی خو مفهوم یې د ډېر لوړ ارزښت څخه برخمن دی .
ځکه چې د دولت د مخالفینو له خوا د اوربند خبره او هغه هم په لومړي ځل دا یوه لویه لاسته راوړنه وه . چې دا پرېکړه په کورني او بحرنۍ کچه د زیات هرکلي سره مخ شوه .
خو ځينې مغرضې کړۍ شته چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر نه غواړي چې د افغانستان ستونزه د سولې د لارې حل شي، او جګړه دوی ته تر سولې بهتره ده ، او که چېرې هېواد مو آرام شي ددوی شخصي ګټې به ضرر وویني، خو د افغانستان خلک چې له جګړې سخت ستړي دي هیله مند دي چې یوه ورځ به راشي چې ددوی د کلونو کلونو ارمانونه چې هېواد کې دایمي سوله ثبات او طرقي ده پوره او تلپاتې خوشحالي به یې په برخه شي.
دا چې د حکومت او طالبانو له خوا اوربند اعلان شو
د افغان ولس اختر یې د سولۍ اختر کړ .
له لوی رب ج څخه غواړم چې دا اوربند له درې ورځو څخه دایمې اوربند باندې بدل شي.
او پایله یې د سراسري سولې راتګ وي.