د چين حكومتي رسنۍ وايي د دغه هيواد په جنوب لوېديځ ايالت كي د دوو بېلابېلو چاودنو له كبله دوه تنه مړه او ۱۴ نور ټپيان سول.
چينايي مطبوعات وايي چاودني په دوو ښاري بسونو كي يو په بل پسې رامنځته سوې چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله واووښته.
د چين پوليس وايي د پېښي په باب يې څېړني پيل كړي دي، خو تر اوسه يې په دې تور څوك نه دي نيولي او نه هم كومي ډلي د دې چاودنو مسئوليت منلى دئ.