کور / #PTM / په واڼه کي د علي وزير سره څه وسول؟

په واڼه کي د علي وزير سره څه وسول؟

د پښتون ژغورني يو مخکښ مشر علي وزير وايي، خپلو خلګو او خپل قام د مرګ په بيه د طالبانو له بريده ژغورلی دی.

نوموړی چي د طالبانو له محاصرې وتلی دی رسنيو ته ويلي دي چي دده د ساتني لپاره په زرګونو خلګو د طالبانو مرميو ته ځانونه سپر کړه او دی يې وژغوری.

د نوموړي په خبره طالبانو په جدي ډول دده د مرګ پلان جوړ کړی وو او پوره يونيم ساعت دده پر کور ډزي رواني وې، وروسته  چي کله د طالبانو سره مرمۍ خلاصي سوې سيمي ته ملېشه راغلل او د طالبانو سره ترجوړ پخير وروسته يې هغوی په امنيت له صحنې وايستل.

علي وزير وايي، له دې وروسته په سپينو جامو کي نور وسلوال راغلل او ډزي يې شروع کړې چي ددې سره هممهاله د احمدزيو او نورو قبېلو په زرګونو ځوانان د طالبانو مخي ته ودرېدل چي آن ځيني يې ژوبل هم سول خو دده ساتنه او حفاظت يې وکړ.

علي وزير وويل، په سيمه کي اوس ټول وګړي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ راولاړ سوي دي او په طالبانو کي هم هغه کسان چي تېر ايستل سوي وه، وسله يې غورځولې، له خلګو بخښنه غوښتې ده او د غورځنګ په ملاتړ راغلي دي.

علي وزير په خپلو خبرو کي زياته کړه چي په سيمه کي اوس د جوماتونو ملاامامان او ټولنيز فعالان ددوی په ملاتړ خطبې وايي او ويناوي کوي، ديني علماء د پښتون ژغورني غورځنګ هڅي ستر جهاد بولي.

علي وزير هغه راپورونه درواغ وبلل، په کومو کي چي دده او د پاکستاني پوځ ترمنځ د اړيکو نيولو خبرونه راغلي وه.

نوموړی وايي، په انګور اډه کي چي پاکستاني پوځ د پښتنو سره کوم سلوک وکړ، يو ستر دښمن به يې هم له چا سره ونه کړي.