نن د جمعې په ورځ د اسټراليا په سېډني ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر غړو د پاکستاني پوځ د بريد پر ضد لاريون وسو او له نړيوالي ټولني څخه پکي دا غوښتنه وسوه چي پاکستان دي د نړيوالو ترهګرو په لست کي شامل سي.
دا لاريون چي په لسګونو پښتنو پکي ګډون کړی وو، د پاکستان د پوځ پرضد يې شعارونه ورکول او د هغه بريدونو پر ضد يې اواز پورته کاوه کوم چي يې د پاکستان حاکمه اداره پر پښتنو باندي کوي.
مظاهرې ته د لوی افغانستان د تحريک د رهبري شورا غړي سیار دهسبزي وويل: پاکستان په سيمه کي وسلوال ترهګر روزي او په محکوم افغانستان کي په بېلابېلو نومونو پښتانه او بلوڅ ځوانان او پېغلي وژني.
نوموړي وويل، موږ د مظلوم او زورېدلي پښتون په ملاتړ راولاړ سوي يو او ددوی په ننګه او ملاتړ به د نړۍ په هرځای کي آواز اوچتوو.
په لاريون کي د نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وسوه چي پاکستان دي د نړيوالو ترهګرو په لست کي شامل کړي.
درې ورځي وړاندي پاکستاني پوځي طالبانو د جنوبي وزيرستان په واڼه کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر مخکښ مشر علي وزير او دهغه پر پلويانو بريد وکړ چي ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړه، خو وروسته په زرګونو ځوانان د علي وزير په ملاتړ په سيمه کي ځای پر ځای سوه او د پښتونخوا په ګڼو سيمو کي د ياد بريد پر ضد لاريونونه پيل سوه چي ځيني يې تراوسه هم دوام لري.