
داځل هم د افغانستان په نېږدې ۲۳ ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روان ۲۰۱۸ م کال پنځمه میاشت (مى) کې هم د تېر په څېر د ملکي خلکو په وژنه او ځورونه کې د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري پاملرنه نه ده شوې.
تېره میاشت چې د روژې نیمايي هم تشکیلوي د وسلهوالو ډلو له لوري په ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې ماین چاودنو، هدفي وژنو، هاوان مرمۍ توغولو او همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري په شپنیو او له وسلهوالو طالبانو سره په مخامخ جګړو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه میاشت کې له ۶۰ زیاتې د مرګ ژوبلې مختلفې پېښې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون(۱۸۳) کسان شهیدان شوي او(۳۳۷) نور ټپیان دي.
د دغه مرګ ژوبلې ډېره برخه په ننګرهار کې رامنځته شوې، د(CPAG) د معلوماتو پر اساس تېره میاشت په ننګرهار کې ۴۶ کسان شهیدان او ۱۳۶ ټپیان شوي دي. همدارنګه په کندهار او خوست کې هم د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې ثبت شوي دي.
د ملکي وګړو د خونديتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ( (CPAGد معلوماتو له مخې چې په (مې)میاشت کې د ترهګریزو پېښو لویه برخه د مختلفو ولایتونو په ښارونو کې رامنځته شوې ده.
CPAG چې د ملکي خلکو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په برخه کې کار کوي د روژې په لومړۍ ورځ يې هم د شلو ولایتونو د څه باندې ۶۰۰ ملکي کسانو هغه غوښتنه چې په روژه کې دې ملکي خلک نه وژل کیږي، د یوې اعلامې په ترڅ کې خپره کړې وه، هلته هم له وسله والو ډلو غوښتل شوي و چې په روژه مبارکه میاشت کې دې اوربند اعلان شي.
دغه ګروپ دا ځل بیا له وسلهوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو څخه غواړي چې لږ تر لږه دې د روژې مبارکې په پاته ورځو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او خپل جنګیالي پرې نږدي چې په داسې ځایونو کې بریدونه او عملیات وکړي چېرته چې ملکي کسانو ته زیان اوړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه