ليکنه: سردار محمد همدرد
د شهید سردار محمد داود خان شخصیت دومره لوړ دی، چې هر څومره کتابونه پرې ولیکل سي، کم دي. زه په دې لنډه مقاله کې ځان مکلف ګڼم، چې د دې وطن د یوه رښتیني بچي په اړه څه ولیکم.
د شهید داود خان شخصیت باید د دې وطن د سیاسونو لپاره د سیاسي مکتب بڼه غوره کړي. د هغه په اړه خلک بېلا بېلې خبرې کوي. څوک وايي، چې هغه لومړی دا اشتباه وکړه، چې په الحضرت محمد ظاهر شاه یې کودتاه وکړه، مګر شهید داود خان داسې کودتا وکړه، چې په تاریخ کې ورته سپینه کودتاه ویل کیږي، چې حتی د یوه انسان پزه هم وینې نه سوه او دا کودتاه یې هم له وطن سره د لېونۍ مینې انګېزه وه.
د داود خان هدف د واک او قدرت په لاس راوړل نه وو. هغه د شخصیت له پلوه ډېرې ښې بېلګې لري. لومړی دا چې، د تقوا او پرهېزګارۍ نمونه وه. له هر ډول عیاشۍ، نشو او تماشو څخه خلاص او ټول وخت به یې د وطن د پرمختګ لپاره پر پلانونو تېرېده. هغه که د واک شوقي وئ، له خپل نامه څخه به یې د الحضرت نوم نه لرې کاوه. د فساد دومره مخالف و، چې حتی خپلې کورنۍ ته یې امتیازات نه ورکول. نوموړی یو ښه مسلمان او افغان و. یعنې اسلامي عقیده یې ټینګه او پر افغانیت یې باور درلوده.
د وطن د ابادۍ لپاره دومره تږی و، چې په خپله لنډه موده کې یې د دې هېواد د اساسي جوړونې لپاره دومره بنیادي کار وکړ، چې د شلو کالو سفر یې په پنځو کلونو کې و واهه. د هغه پرمختیايي پنځه کلن پلان که سړی ښه مطالعه کړي، داسې فکر به کوي، چې داود خان به خوب نه کاوه او شپه ورځ یې د دې وطن د جوړلو لپاره په ځان یوه کړې وه.
د شهید سردار محمد داود خان د دیندارۍ هم ډېر بحث کیږي، چې د لمانځه ډېر پابند و. بله ځانګړنه یې داوه، چې سالم قاطعیت یې درلود، چې قاطعیت د یوه رهبر لپاره لازمي او ضروري دي. د هغه د خولې یوه خبره ده، چې د کودتاه په ورځ باندې خپله مخابرې ته ناست و او د مخابرې کود او چینل اوښتی و، نو ویې ویل، چې (روسانو خپل کار وکړ).
حتی ډېر ورته و ویل سول، چې ارګ پرېږده او د ارګ په څنګ د فرانسې سفارت ته پناه یوسه؛ خو شهید داود خان ځواب ورکړ، چې د کې جي بي ژوبڼ مې ضمیر نه مني. تر هغو وجنګېده، چې د خپلې تفنګچې مرمۍ یې هم په خپل لاس وکارولې او له دې وروسته د مرمیو باران پرې وسو او د افغانستان د ملي بیرغ په څنګ کې ولوېد او شهید سو.
هغه تر خپل مرګ مخکې هم د خپلو دوه زامنو او د کورنۍ شهیدان او زخمیان په خپلو سترګو لیدل. زه نه غواړم چې ډېر تاریخ ته لاړ سم. یوازې د دې سپېڅلي او پر وطن مین شهید په اړه لږ څه بحث کوم.
د داود خان شخصیت هر اړخیز و. د وطن د ترقۍ او پرمختګ داسې تږی و، چې بېلګې یې په نړۍ کې کمې لیدل کیږي. د حسن کاکړ په وینا چې د داود خان ملي ارمانونه د امان الله خان ارمانونو ته ورته وو. مخکې مې هم د دې یادونه وکړه، چې د داود خان شخصیت باید د دې هېواد سیاسون د خپلې لارې مشال وګرځوي. تاریخ همېشه شخصیتونه نه زېږوي، کله کله یو ملت شخصیت پیدا کوي او بیا هماغه شخصیت په خپله کښتۍ تر ساحله رسوي. ځینې خلک وايي، چې هغه عصباني و، چې حقیقت داسې نه دی. د هغه د کار خلک خوښېدل او پر ناوړه کړنو به عصباني کېده.
زه په دې وروستیو سیاسي جریانونو ډېر بحث نه کوم؛ خو یوه خبره کوم، چې د افغانستان د کورنۍ جګړې را وروسته نه چپ او نه راست داسې سیاست وکړ، چې د دې وطن د ملي ګټو او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان هیلې په کې وئ.
یوه خبره کول غواړم، چې د اوسني سیاسونو پر ردیف کې د ولسمشر محمد اشرف غني ملي ارمانونه د داود خان له ارمانونو څخه ګڼل کیږي. داود خان د خپل ټول سیاست تر څنګ د بنسټیزو پروژ او په اقتصادي لحاظ د صنعت د رشد ډېر علاقه مند و، چې دغه ځانګړنه په ولسمشر محمد اشرف غني کې هم لیدل کیږي. د دې ترڅنګ قاطعیت او د فساد پر ضد واضیح فکر یې داود خان ته ورته دی.
زه به دوستانو ته یوه خبره په ډېر جرائت و وایم. داسې نه چې زه د دې دولت مامور یم؛ بلکې د یوه افغان په توګه دا د ځان فرض ګڼم، چې باید ترخه حقیقتونه و وایو. که زه دا ونه وایم، تاریخ تر هر چا ښه قضاوت کوي. په ولسمشر اشرف غني باندې ځینې خلک نیوکې کوي. رښتیا هم په ځینو برخو کې قانون تر پښو لاندې کیږي؛ خو که د هېواد روانې جګړې، حالاتو او شرایطو ته نظر وکړو او په هېواد کې مافیا او قانون ماتوونکي وګورو، چې د حکومت په مغز ور دننه سوي دي، نو بیا په داسې یوه حالت کې سړی ولسمشر اشرف غني ته په ځینو برخو کې د ناتوانۍ په سبب برائت هم ورکولی سي.
د ولسمشر اشرف غني د دورې یوه ډېره ښه ځانګړنه دا وه، چې د داود خان تلین یې ولمانځه. زه حکومت ته مشوره ورکوم، چې د غازي امان الله خان او داود خان پر لمانځغونډو او د دوی په اړه د وطن دوستۍ سیمینارونه باید په لاره واچوي او د دې ترڅنګ د دې هېواد د دې ستر شخصیت شهید داود خان مقبره باید ډېره ښه او په لوړو معیارونو جوړه سي؛ تر څو نوي ځوانان د ده قبر ته ور سي او د شخصیت په اړه یې مطالعه وکړي.
په اوسنیو حالاتو کې چې مونږ له یوه ډېر بد حالت څخه تیریږو، پر وطن مین شخصیتونه ډېر کم لیدل کیږي. اکثره یې حکومت ته د دې لپاره ځي، چې پیسې وګټي او محلونه جوړ کړي. په دوبۍ او اروپا کې کورونه وپیري او اصراف طلبه ژوند وکړي. یوازې د ځان او فامیل په فکر کې وي. د دې مظلوم ملت جنازې، کونډې او یتیمان او د هغوی پالنه د ځان مسوولیت نه ګڼي.
اوس خو افغانیت دې حد ته ورسېد، چې زمونږ هغه قهرمان سرتیري چې له کوم امتیاز پرته هره ورځ د دې وطن لپاره سر قربانو او په دې هم ښه پوهیږي، چې په رهبرۍ کې مې وطندوستي کمه ده او چې شهید هم سم، بیا به مې څوک د کونډې او یتیمانو پوښتنه ونه کړي. د دغو اتلانو په حق کې دومره ظلم کیږي، چې تېره اونۍ په بادغیس کې یو خبر خپور سو، چې له پنځو کلونو راهیسې دې قهرمانو سرتېرو ته حرامې غوښې ورکول کېدلې.
دا ناروا عمل یوازې د قراردادي نه دی؛ بلکې په دې کې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي دخیل دي، چې باید دا موضوع ښه وڅېړل سي او جنایت کاران د قانون منګلو ته وسپارل سي.
په درنښت!
په ګران هېواد کې د ملي او پر وطن مینو شخصیتونو په هیله!