ليکنه: سردار محمد همدرد
کله چې د هلمند والي حیات الله حیات ننګرهار ولایت ته تبدیل سوی دی، یو شمېر کسان پر ټولنیزو رسنیو کله د یوه انځور پورته کوي او کله د بل. څوک وايي، دغه لوړې زده کړې کړې دي او ماسټر دی او بل بیا وايي، چې دغه د دې ټولنې په کلتور جوړ دی، لنګوټه او لویه ږیره لري.
لومړی دا چې مونږ مسلمانان یو. خدای تعالی فرمایلي دي، چې تاسو کار اهل کار ته وسپارئ. کار اهل کار ته سپارلو څخه یې موخه داسې اشخاص دي، چې بیت المال ته د بیت المال په نظر وګوري او ټولنیز عدالت تامین کړي. په داسې یوه خطرناک حالت کې، چې د جګړې سور اور بل وي، هره ورځ مو تور سرې د جګړې له وېرې ماشومان له غېږو غورځوي او ځغلي، سرتیري مو خپل سر د دې اساسي قانون لپاره قرباني کوي.
زه نه غواړم چې دلته ډېر بحث وکړم. یوازې د اساسي قانون اول په ځان عملي کول او بیا پر ټول ملت عملي کول دي. اساسي قانون ډېر هر اړخیزه دی. ټوله سرچینه یې د اسلام له مبارک دین څخه اخیستې ده. هغه پر ملت ظلم نه کوي او د رحم لاس پرې تېروي.
مګر هو! که بیا داسې حالت وي، چې قانون یوازې په غریب او بېچاره تطبیق کیږي، لوی خیټي ملکان او د شرابو په نشه مست چارواکي د قانون په وړاندې مسوولیت ونه لري، غریب بېچاره له مجبوریت څخه پر دوه بیسبې ځمکه کور جوړ کړی وي او بل بیا د زورور په نامه په زرګونه جرېبه ځمکه تر خېټې لاندې کوي او څه نه ورته ویل کیږي، له فساد سره د مبارزې شعا داسې وي، چې یوازې یوه بې واسطې سرتیري ته د غلا په تور سزا ورکول کیږي او مشر لوی خېټی لالا دې په دې بوخت وي، چې کومه څوکۍ چېرې وپلوري او یا د شپږم بست مامور نمایشي له فساد سره د مبارزې په نامه څارنوالۍ ته معرفي کیږي؛ نو دې ته خو عدالت نه سو ویلی، بلکې دا خو د ځنګل قانون سو.
د هلمند ماموریت د زمري زړه او جرائت غواړي. هغه څوک هلمند نه سي رهبري کولی، چې د وظیفې د خطر له وجې ګذاره کول غواړي. که خبره د دندې د خطر وي، محافظه کاري او جېب ډکول وي، نو بیا له هغو څخه تاسې د کار تمه مه کوئ. د هلمند ټوله ستونزه یوازې په یوه ټکي کې ده، چې قانون باید پر ټولو یو شان عملي سي، په ادارو کې د وکیلانو د مقرریو مخه ونیول سي او یوازې پر وطن دوستۍ او سپېڅلتوب باندې خلکو ته دندې وکول سي.
د وطن په دې خطرناکو شېبو کې، چې د افغانستان له یوه کونج څخه یو څوک سر را پورته کوي، چې زه افغانستان نه منم او دا خراسان دی او دا اواز زمونږ قسم خوړلو دښمنانو په خوله ورکړی وي، نو په داسې یو حالت کې به هغه افغان ډېر بې ضمیره وي، چې قومي سیاست کوي.
قوم خو یوازې دغه معیار لري. څوک چې ښه او د کار سړی وي، باید په غېږ کې ونیول سي او څوک چې خاین وي، باید ورټل سي. ما چې د خپل هلمند بده ورځ لیدلې ده او په سپینه ورځ مې شرموښان لیدلي دي، نو هلمند یوه ډېر قاطع ماموریت ته اړتیا لري.
هو! دا قاطع مامور باید د مرکزي حکومت ټینګ ملاتړ ولري. د ګذارې په ماموریت باندې هلمند نه جوړیږي. په شلو مداخلو او ناروا مقرریو د هلمند جوړېدل ناشوني دي. یوه قومانده او یوه با ارادې اداره کولای سي، چې هلمند ته نجات ورکړي.
اوس خو ولسوال د یوه وکیل او قومندان د بل وکیل دی. په دې کار مه لره، په هغه کار مه لره. دا خپه کیږي، هغه خپه کیږي. خو کله چې بیا د اصلاحاتو لپاره اراده وکړې، نو بیا یو شمېر مافیايي کړۍ او قومي ټیکداران د قوم له نامه څخه استفاده کوي.
زما ګرانو هلمندیانو! یوازې د حق او باطل فرق وکړئ. نفسي معامله مه کوئ. په راتلونکو ټاکنو کې هم د ښاغلو او وطن دوسته خلکو ملاتړ وکړئ او دولتي مسوولین هم، چې پاک او با ارادې وي، مرسته او کمک یې وکړئ، د خاینینو په وړاندې په لوړ اواز مبارزه وکړئ.
ما چې یو شمېر کسان د اسلامیت، افغانیت او وطن دوستۍ په نامه لیدلي دي، نو د پردې تر شا د عدالت په نامه هېڅ نه پېژني. سیاست او مسوولیت یې یوازې د دوکاندارۍ يه معیار جوړ کړي دي.
زه ډېر سپیناوی نه کوم؛ خو یوه خبره کوم، چې تاریخ هېڅکله خاین په اتل او اتل په خاین نه معرفي کوي. دا موقتي تحلیلونه او فکرونه دي.
هغه متل دی، چې: (لمر په دوه ګوتو نه پټیږي)