کور / تازه خبرونه / طالبان وايي د لوګر د څرخ ولسوالي يې نيولې ده

طالبان وايي د لوګر د څرخ ولسوالي يې نيولې ده

طالب وياند ذبيح الله / مجاهدلراوبر ته په رالېږل سوې (خبرپاڼه ۱۹ جولای )کي وايي چي  تيره شپه يوه بجه، د هغه وسله وال اوپراخ بريد په ترڅ کې چې د اسلامي امارت د مجاهدينو له خوا د لوګر ولايت د څرخ پرولسوالۍ ترسره شو، له امله يي د ولسوالۍ مرکزپه بشبړه توګه فتحه شوه .


د ترلاسه شوي خبر له مخې په بريد کې دولسوالۍ اوسيدونکي عسکر د يوه ساعت مقاومت وروسته دولسوالۍ څخه پښې سپکي کړي او دوه تنه يي وژل شوي چې جسدونه يي اوس هم د ولسوالۍپه ودانۍ کې پاتي دي .


په بريد کې مجاهدينوپه ولسوالۍ کې ولاړ يورينجرموټر او دولسوالۍ ودانۍ ته يي اوراچولی دی .


د جګړې په يايله کې يوتن طالب ټپي شوی ، د وژل شوو عسکرو وسلې او ګڼ شمير نور ډول ډول نظامي او عسکري مهمات مجاهدينو ولجه کړي دي .


ديادوني وړ ده چې دالومړۍ ځل نه دی چې په دې ولايت کې د مجاهدينو له لوري يوه ولسوالي فتحه شوي ،بلکې  دتيري مياشتي راهيسې ددې ولايت د محمدآغې ، خروار، بره کي او آزره ولسوالۍ هم په ورته توګه فتحه شوي دي . بايد وويل شي چي د طالب وياند ددې ادعا په اړه دولتي چارواکو تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښودلی .