کور / راپور / فوکس تحقيقاتي اداره: په تېرو ( ۱۵ ) کالو کې د کندهار (۵۷.۵۰) سلنه محلي رسنۍ تړل شوي دي

فوکس تحقيقاتي اداره: په تېرو ( ۱۵ ) کالو کې د کندهار (۵۷.۵۰) سلنه محلي رسنۍ تړل شوي دي

په تېرو (۱۵) کالو کې په کندهار کې (۸۷) رسنيو خپرونې پيل کړي چې  (۵۰) رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له مخې بندې شوي او (۳۷) يې اوس هم خپرونې لري. په کندهار کې دا مهال (۱۴) سيمه ييزې راډيوګانې، (۲) ټيلويزيونونه، (۱۳) چاپي رسنۍ او (۸) ويبپاڼې خپرونې لري. له دې رسنيو سره (۱۵۲) خبريالان کار کوي چې (۳۵) يې ښځينه خبريالاني دي. د پوښتل شويو خلکو له خبرو څخه څرګندېږي چې په تېرو (۱۵) کالو کې د کندهار سيمه ييزو رسنيو د کندهار پر ټولو اقشارو مثبت اغېز کړی او دوی ورڅخه خوښ دي، آن دا چې ځينو يې داسې مثالونه هم ورکړي چې د وی په ژوند کې يې عملي بدلون راوستلی دی، خو يوازې کارګران وايي چې د کندهار په رسنيو کې د دوی لپاره يوه ځانګړې خپرونې هم نشته. د دې تر څنګ يو شمېر کليوال خلک وړانديز کوي چې په کليو کې اکثره خلک نالوستي او په ټولو ناامنه ولسواليو کې ښوونځي تړل شوي، نو بايد د تفريحي خپرونو پر ځای تعليمي خپرونو ته ډېره پاملرنه وشي.

د پوښتل شويو عامو خلکو او کارپوهانو له نظرياتو څخه داسې معلومېږي چې د کندهار رسنۍ سيسټم محوري نه، بلکي شخص او يا پروګرام محوري دي. په تخنيکي برخه کې يوه ستونزه دا ده چې راډيوګاني د کندهار په ټولو ولسواليو کې نه اورېدل کېږي. په پوښتل شويو خلکو کې په سلو کې (۹۹) يې ويلي چې په ژوندۍ بڼه خپرونې بې ګټې او د دوی د اخلاقو، فرهنګ او عرف خلاف دي.

د کندهار د فعاله رسنيو د امتياز خاوندانو او نشراتو د رئيسانو له نظرياتو څخه معلومېږي چې مطلق اکثريت يې مسلکي زده کړې نه لري. په دوی کې (۶) يې ويلي چې ليکلې نشراتي پاليسي نه لري او يوازې يوې رسنۍ موږ ته خپله نشراتي پاليسي ښودلې ده. د څېړنې پر مهال يوازې يوې رسنۍ موږ ته د خپلو کارکوونکو د قرارداد بېلګه ښودلې ده، له دې څخه څرګندېږي چې ښايي ځينې رسنۍ په حقوقي او قانوني برخه کې ستونزې ولري.

د فعاله رسنيو ټولو مشرانو ويلي چې په تېرو (۱۵) کالو کې يې يو تحقيقاتي راپور هم نه دی جوړ کړی، که چا جوړ کړی هم وي، نو پر ملي يا نړيواله رسنۍ يې خرڅ کړی او د کندهار له سيمه ييزو رسنيو څخه نه دی خپور شوی. اکثره خبريالانو ويلي چې غير مسلکي مشران يې د مسلکي لارښوونې صلاحيت نه لري، کار ته يې په درنه سترګه نه ګوري، لازم امکانات په واک کې نه ورکوي او د کندهار په سيمه ييزو رسنيو کې خپل راتلونکی روښانه نه ويني، نو هغه دی چې لومړی ملي، او بيا نړيوالو رسنيو ته ځي او پر ځای يې نوي، غير مسلکي او بې تجربې ځوانان راځي او د خپرونو کيفيت ته زيان رسېږي.

په تېرو (۱۵) کالو کې که څه هم د کندهار سيمه ييزو خبريالانو ته د بېلابېلو ملي او نړيوالو ادارو له خوا په مسلکي برخه کې تربيتي ورکشاپونه جوړ شوي، خو لکه څنګه چې لګښت شوی او هيله کېده، هغسې نتيجه يې نه ده ورکړې. د کندهار د خلکو يوه ګيله دا ده چې د کندهار د محلي رسنيو پر ځای ملي او نړيوالو موضوعاتو ته ډېره پاملرنه کېږي. د موضوعاتو تنوع او د ټولنې د اقشارو يا اورېدونکو ډلبندي هم د راډيوګانو د ټيټ کيفيت څرګندونه کوي. يوازې د اسلامي تعليماتو، مېرمنو او ماشومانو په برخه کې ځانګړي رسنۍ شته، د نورو رسنيو د خپرونو محتوا او موضوعات تقريباً سره ورته دي. په پوښتل شويو خلکو کې په سلو کې (۹۹) يې ويلي چې د کندهار د سيمه ييزو رسنيو ژبه ساده، روانه او د فهم وړ ده او دوی ځنې راضي دي.

د کندهار د سيمه ييزو رسنيو پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې شته لکه ناامني، مالي ستونزې، سانسور، معلوماتو ته نه لاسرسی، د مسلکي خبريالانو لږوالی، د چاپي رسنيو لپاره د ليکوالو او ايډېټرانو کمښت، د کندهار د محلي دولتي ادارې له خوا د رسنيو او خبريالانو تر منځ تبعيضي چلند او ښځينه خبريالانو کمی. د رسنيو د امتياز خاوندانو او نشراتو رئيسانو ټولو ويلي چې دوی خپل لګښتونه له اعلاناتو او سوداګرو له مرستو څخه پوره کوي، خو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس فضل باري بريالي په ګډون د کندهار ځينې خبريالان او رسنیو کارپوهان دا خبره بې اساسه ګڼي. دا مهال په کندهار کې (۱۵۲) خبريالان کار کوي چې په دوی کې یوازې (۳۱) يې ښځينه خبريالانې دي. د کندهار په سيمه ييزو رسنیو کې د ښځو د کم رنګه حضور په اړه بېلابېل دلايل ياد شوي چې فرهنګي محدوديتونه، جنسي ځورونه، جنسيتي تبعيض، لږ مادي امتيازات او نامعلومه راتلونکی يې عمده عوامل دي.

د راپور تفصيل له دې لينک څخه ترلاسه کولای سئ!

http://larawbar.com/data/library/info/Kandahar_local_media.pdf