
نن په کراچي ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ ستره غونډه پيلېدونکې ده، دا جلسه چي د ياد غور ځنګ په مشرۍ جوړېږي په لسګونو زره پښتانه به پکي ګډون وکړي.
له څو ورځو راهيسته کراچي ته د پښتنو کاروانونه روان سوي دي چي ځيني يې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ستونزو سره مخ سوي دی.
تېره اوونۍ په کراچي کي د پاکستان استخباراتو د پښتون ژغورني غورځنګ څو غړي ونيول، چي وروسته د پښتونخوا په ځينو ښارونو او بهرنيو هيوادونو کي د نيول سويو کسانو د خلاصون لپاره لاريونونه وسول، او د پاکستاني چارواکو دا کار يې وغندی.
تېره ورځ هم پاکستاني پوليسو د پښتنو هغه ګاډي او کاروانونه درولي دي چي کراچي ته غونډي لپاره پرلاره وه.
د غورځنګ مشران وايي، په کراچي کي چارواکي ددوی د غونډي د مخنيوي هڅه کوي او په وړاندي يې خنډونه ورته جوړوي.
د ياد غورځنګ يو مشر رفيع الله کاکړ پر خپله ټويټرپانه ليکلي، په کراچي او کراچي ته په تللو لارو د پي ټي ام( پښتون ژغورني غورځنګ) غړي په جبري توګه نيول کېږي او تراوسه په مستونګ، خضدار، سکر، حيدراباد او ښکارپور کي دپښتنو کاروانونه درول سوي او د کراچي ته د تګ اجازه نه ورکوي.
له دې وړاندي منظور پښتين او دهغه دريو ملګرو ته هم له اسلام اباد څخه کراچي ته په الوتکه کي د سفر اجازه نه ده ورکړل سوې.
منظور پښتين وايي، درې ځلي يې په الوتکه کی ټکټ وکړ خو هرځلي به د شرکت له لخوا ددوی ټکټونه لغوه سول.
د هوايي شرکتونو مسؤولين وايي دوی ته پاکستاني چارواکو ويلي چي د پښتون ژغورني غورځنګ مشرانو ته به د الوتکي ټکټونه نه ورکوئ.
همداراز په کراچي کي د ياد غورځنګ پنځه مشران د خبرو لپاره چارواکو ورغوښتي وه چي وروسته د پوليسو له مرکز څخه استخباراتي کسانو د ځان سره يووړل.
منظور پښتين وايي، له وزيرستان څخه تر کراچي پوري پاکستاني چارواکي د غورځنګ غړي نيسي او پرته له کوم جرم څخه يې بنديخانو ته لېږدوي.
داسي برېښي چي پاکستانی حکومت د دغه غورځنګ له فعاليتونو څخه په وېره کي دی او د پښتنو يووالي ددغه هيواد پوځي ادارې وارخطا کړي دي، چي ګڼي پښتانه د خپلو حقوقو په لاسته راوړلو کي به يو قوي او ځواکمن حيثيت تثبيت کړي چي پاکستان تل له داسي پايلي څخه په وېره کي دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه