د فراه په ولايت کښي نهه تنه افغان پوليس مړه او پنځه نور هغه وخت ژوبل سول؛کله چي اېتلاف ځواکونو دافغان پوليسو سره په شپې په ګډه جګړه کښي د هوايي قواوو څخه مرسته وغوښتل .
په فراه کښي دولتي چارواکي وايي چي دوی د هوايي قواو د راتګ څخه نه وو خبر سوي .
ناټو او ايساف د پېښي په اړه پلټني پېل کړي دي .