نن په کابل کي بيا د يو خونړي بريد په پايله کي په لسګونو ملکي وګړي شهيدان سول چي په دې کي د هيواد مېړني باتور او زړه ور خبريالان هم وه.
دا هغه خبريالان وه چي د هيواد پېښي او حالات به يې د ولس ترغوږونو ور رسولې او په دې برخه کي يې هر ډول خطرونو او ستونزو ته اوږه ورکړې وه.
نن هغه اشخاص هم هغه بلا تر ستوني تېر کړه چي د هغې په هکله به يې اولس ته خبر ورکاوه ، نن هغه جنايتکارانو هغه څېري هم راڅخه ووژلې چي د اولس ږغ او غوږ به دوی ته وو.
لراوبر اداره په هيواد کي د خبريالانو او ملکي وګړو وژنه سخته غندي ،ددې پېښي د قربانيانو سره ځان په غم کي شريک بولي او دا د خپل ځان غم ګڼي.
لراوبر اداره شهيدانو ته له لوی خدای له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي او ټپيانو ته له خدايه د عاجلي شفا او د قربانيانو ټولو کورنيو ته د صبر جميل غوښتنه کوي.
موږ له کشفي او امنيتي ادارو غواړو چي د ټول ولس د سر، مال، عزت او ژوند ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي خو د خبريالانو ،رسنيو او هغو ادارو او کارکوونکو ته يې چي ولسي خدمات کوي او بې دفاع دي، مصئونيت ته لومړيتوب ورکړي، د نننۍ پېښي عاملين پيدا کړي، قانوني سزا ورکړي او د ورته بريدونو او پېښو مخه ونيسي.
د سولي او يو موټي افغانستان په هيله
د لراوبر رسنيزه اداره