نن کابل او کندهار د خونړيو بريدونو شاهدان وه
نن سهار د کابل په شش درک سيمه کي هغه مهال دوې چاودني وسوې چي خلګ خپلو وظيفو او ماشومان ښوونځيو ته روان وه.
په دې چاودنو کي د خبريالانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل سوه او ۴۹ تنه نور يې ژوبل کړه.
په شش درک کي د لومړۍ چاودني وروسته خبريالان د خبري پوښښ لپاره سيمي ته تللي ولاړه چي دوهمه چادونه پر دوی وسول او ۹ خبريالان يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړه.
په وژل سويو کي يو د طلوع ، يو د جهان او دوه د ۱ ټلويزون خبريالان هم شامل دي.
وژل سوي خبريالان هريو:
یار محمد توخی د طلوع نيوزکمره مین
عبادالله حنانزی د ازادۍ راډیو خبريال
غازی رسولی د يک ټلويزون خبريال
نوروز علی رجبي د يک ټلوېزون کمره مین
شاه مری فیضي د فرانس پريس خبري اژانس عکاس
سلیم تلاش د مشعل ټلوېزون خبريال
علي سلیمي د مشعل ټلوېزون کمره مین
محرم درانی د شمشاد ټلوېزون خبريال
سباوون کاکړ د ازادۍ راډيو خبريال
همدارنګه په وژل سويو کي پوليس ، ماشومان او ښځي هم شاملي دي.
طالبانو په يوه اعلاميه کي ويلي چي دا بريد دوی نه دی کړی. وروسته د داعش وسلوالي ډلي پر خپله پاڼه د بريد مسؤوليت منلی او ويلي يې دي چي بريدګر ددوی يو کُردی وسلوال وو.
بل خوا نن غرمه مهال د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د رومانيايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد سوی دی چي ۷ رومانيايي سرتېري پکي ژوبل سوي دي او ډېر ملکي وګړي پکي وژل سوي دي.
د ځينو راپورونو له مخي په پېښه کي ګڼ شمېر ماشومان وژل سوي او کورونه پکي تخريب سوي دي.