د پښتون ژغورني غورځنګ فعاله غړې ثنا اعجاز وايي، په سوات کي هر کور د ځان يوه بوږنونکې کيسه لري.
ثنا اعجاز چي په سوات کي د پښتون ژغورني غورځنګ د غونډي کمپاين چلوي وايي، دلته د هري مېرمني سره غمجني او بوږنوکي کيسې سته. د هغي په خبره داسي مېرمني سته چي خاوندان يې له لسو کلونو راهيسته لادرکه دي، د چا زوی وژل سوی، د چا ورور وژل سوی او په زرګونو لا نور لادرکه دي چي ماشومان او د کورنۍ غړي يې راتګ ته په تمه دي.
ثنا اعجاز وايي، د پاکستان حکومت دلته غير قانوني کړني کوي، په زرګونو خلګ يې له کورونو ايستلي دي او له محکمې پرته يې وژلي او يا له ځان سره ساتلي دي.
نن د پښتون ژغورني غورځنګ له لوري په سوات کي جلسه پلان سوې ده، چي لا له وړاندي په لسګونو زرو پښتنو د تګ تابيا ورته نيولې ده.
دې جلسې ته په زرګونو هغه مېرمني د خپلو خپلوانو د عکسونو سره راغلي دي چي پاکستاني پوځ لادرکه کړي، څوک يې وژلي او څوک لا تراوسه بې برخليکه په زندانونو کي پراته دي.
له دې وړاندي هم د محکوم وطن په مهمو سيمو کي د ياد غورځنګ له لوري غونډي سوي وې چي وروستۍ هغه يې د لاهور د موچي ګېټ سره وه، د لاهور په غونډه کي د پښتنو ترڅنګ د نورو قومونو په سلهاوو کسانو هم ګډون کړی وو.