لیکنه: محمدزمان ستانکزی
سعودي عربستان د همدې کال جولای میاشت کې د افغانستان د جګړې په هکله د اسلامي هېوادونو یو کنفرانس جوړوي، دې کنفرانس کې د افغانستان جګړه له شرعي پلوه څېړل کیږي چې له لسیزو راهیسې دغلته له خلکو قرباني اخلي.
سعودي عربستان د اسلام د ظهور ځای دی او له دې کبله اسلامي نړۍ کې له ځانګړي ځای او وزن برخمن دی. سعودي هغه هېواد دی چې د طالبانو له ملاتړي هېواد(پاکستان) سره نږدې او ژورې اړېکې لري، سعودي د اماراتو او پاکستان تر څنګ د نړۍ درېیم هېواد و چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پيژندلی و. افغان حکومت د سولې لپاره منظم او کوټلي ګامونه پورته کړي، د سیمې او نړۍ اجماع او هوکړه یې په دې برخه کې تر لاسه کړې، سیمه کې له پاکستان پرته نور ټول هېوادونه د کابل د سولې له طرحې او پلانونو ملاتړ کوي، طالبان دې نور له دې ورانونکي او وژونکي رول مثبت او رغنده رول ته چې هغه ټولنه کې فعال سیاسي حضور دی، مخ واړوي، ممکن ټاکنیزو بهیرونو کې د خلکو رایې واخلې او په دې توګه سیاسي زعامت او مشري خپله کړي.
حکومت له خپل اړخه د سولې لپاره جدي کارونه کړي، بې سارې وړاندیزونه یې طالبانو ته کړي، اوس توپ د طالبانو په میدان کې پروت دی او په هغوي ده چې اوس څه ډول ګول وهي، خو خپلې ګول وهنه کې دې ملي ګټې له خپلو شخصي ګټو او غوښتنوهیڅکله لوړې نه ګڼي، وخت یې دی چې نور دا نړیوالې دسیسې بندې او هېواد سوله ییز ژوند ولري.
ولسمشر غني وایي چې په اکثرو طالبانو جګړه تپل شوې، یوه ډله خلکو پرې دغه جګړه تپلې، دا ډېره روښانه خبره ده، ځکه طالبانو ته د سولې هر اړخیز وړاندیز شوی، د شاوخوا درې میاشتو په تېرېدو سره طالبانو د خندق په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل، خو ولسمشر غني وایي چې جګړه ثبات ته د رسېدو لار نه ده خو دوي چمتو دي چې د جنګ ځواب په جنګ ورکړي. دې وضعیت کې یواځې عام ولس تاوان کوي چې د دواړو خواوو د ګولیو او باروتو تر منځ ویشلی پروت دی.
طالبان باید ځانونه له اسارته را خلاص کړي، لکه چې دولت را مخته شوی او د سولې لپاره یې خپله طرحه وړاندې کړې ده، طالبان دې هم را میدان ته شي او ودې وایي چې سوله غواړي په دغه راز غوښتنو او طریقو سره، د هرې جګړې پای سوله ده، ډاډمن یو چې دغه روانې جګړې به یو ورځ نه یو ورځ پای مومي خو مخکې له دې چې نورې وینې تویې شي او نور خلک قرباني شي، دجګړو دغه لړۍ دې ودریږي، دا د عام ولس غوښتنه ده، له لښکرګاه تر پامیر، له بلخ تر کندهار، له کونړ تر هرات، له فراه تر لغمان او د هېواد ګوټ ګوټ د سولې تږی دی، ټول سوله غواړي، سوله کې خپل ژوند او پایښت ویني، نو راځئ سوله وکړئ، په سوله کې یې تر لاسه کړئ کومې غوښتنې او موخې چې د جګړو له لارې یې تر لاسه کول غواړئ.
د شمالي کوریا او امریکا کړکېچ چې نړیوال سرخوږی جوړ شوی و، هره ورځ به د ګواښونو خبرې کېدې او د درېیمې احتمالي نړیوالې جګړې د پیل وېرې څرګندېدې، دا دی د دواړو خواوو په یو لړ جدي اقداماتو سره د ګواښونو ژبه پرېښودل شوه او اوس د منطق او مذاکراتو لار انتخاب شوې، دواړه خواوې کولی شي، خپلو کې راشه درشه او اړیکې ولري، دا نړیواله ستره ستونزه چې د حل وړ ده، د طالبانو او افغان حکومت کورنۍ لانجه هم حل کیږي خو چې زړه وخوږیږي او وغواړي.
زه په اوسني حکومت کې کار نه کوم او په کې رسمي دنده نه لرم، خو زما له نظره دا یواځینۍ حکومت دی چې د خلکو د هیلو مطابق کارونه کوي، په کور دننه له خدای بلا لانجو او سرخوږیو سره لاس ګریوان دی، طالبان ور سره په جګړه کې دي، نور یاغیان او بهرني ترهګر ور سره جګړه کې دي، خو دې ټولو سره سره ښه روان دی، په پاکستان یې په اقتصادي برخه کې اتکا ډېره را کمه کړې ده، که د پخواني ولسمشر په واکمني کې به د تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره وتړل شوه، د خوراکي او نورو لومړنیو توکو بیې به آسمان ته وختې خو که اوس تورخم بندیږي، زیان به ډېر پاکستان کوي نه مونږ.
د شاوخوا اویا کلونو په عمر بوډا سړی په ارګ کې ناست دی، یو هوسا او آرام ژوند یې پريښی او دغلته راغلی کار کوي او په ډېرې علاقې یې کوي، دا به د ده د کړنو سزا وي چې د هغه واک او پرېکړې وننګوو، آیا دا مناسبه ده، راځئ ټول د یوه ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړېدو لپاره هڅې وکړو، د یوه داسې افغانستان لپاره چې کورني کلني عواید په کې حد اقل کال کې اته میلیارد ډالرو ته ورسیږي او په دې توګه به په اقتصادي برخه کې خپلواکي ته ورسیږو.
اوس خو په نړیوالو مرستو او خیراتونو شپې سبا کوو او که د جګړې ماشین همداسې چالان وي، له دې حالته نه شو وتلی، نو تر هر څه لومړی سوله، سوله مو هر هدف ته رسولی شي، په دې هیله چې ټول درک کړو کومه غوټه چې په لاس خلاصیږي ولې یې په خولې خلاصه کړو.