د کريکټ نړيوالي شورا د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام سياليو د لوبو د مهالوېش له مخي چي تازه اعلان سوی دی افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا لوبډلي سره په برېسټل ښار کي کوي.
د نړيوال جام دا سيالۍ د ۲۰۱۹ کال د مي مياشتي پر دېرشمه پيلېږي او لومړۍ لوبه د انګلستان او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ ده.
د نړيوال جام په دې سياليو کي لس لوبډلي شتون لري چي ټولي به يو دبل په وړاندي سره لوبېږي.
افغانستان به هم په دې سياليو کي د ۹ لوبډلو سره مخ کېږي.
په دې سياليو کي يوه ترټولو مهمه لوبه چي د هند او پاکستان ترمنځ ده د جون مياشتي پر ۱۶ نېټه په مانچسټر ښار کي ده.
افغانستان به د نړيوال جام په سياليو کي د لاندي لوبډلو سره لوبېږي:
۱جون – د اسټرالیا سره په برېسټل ښار کي
۴ جون – د سريلانکا سره په کارډېف ښار کي
۸ جون – د نيو زيرلنډ سره په ټاونټن ښار کي
۱۵ جون – د سویلي افریقا سره په کارډيف ښار کي
۱۸ جون – د انګلستان سره په مانچسټر ښار کي
۲۲ جون – د هند سره په ساوت همپټن ښار کي
۲۴ جون – د بنګله دېش سره په ساوت همپټن ښار کي
۲۹ جون – د پاکستان سره په لیډز ښار کي
۴ جولای – د وېسټ انډيزسره په لیډز ښار کي