“د افغانستان برښنا شرکت” له دریو مختلفو شرکتونو سره بامیانو او مرکزی ولایتونو ته د برښنا رسولو او توزیع د درېو مهمو پروژو تړونونه، چې په مجموعي توګه نږدې اتیا (۸۰) میلیونه امریکایي ډالره ارزښت لري لاسلیک کړل.
بامیانو او مرکزی افغانستان ته د برښنا د رسولو او شبکي د مهمو پرمختیایي پروژو تړونونه د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د ولسمشر اشرف غني، د کابینې وزیرانو، د ملي شورا او بامیانو د ولایتې شورا د غړو او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د (KEC ، M/S XINJIANG Electric Power Construction Co LTD او Shyama Power) د شرکتونو له رئیسانو سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک کړل.
لومړۍ قرارداد د ۳۰۰ میګاواټه په ظرفیت د دوشي له برښناکوټ څخه د بامیانو تر ښار پورې د ۱۸۰ کیلومترو په اږودوالي، د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا لیږدونکي مزي غځول دي، چې تړون یې د KEC هندي شرکت سره لاسلیک شو چی ۴۳.۸ میلیون امریکایي ډالره ارزښت لري.
دوهم قرارداد د ۳۲ میګاواټه په ظرفیت د بامیانو ولایت په دشت اژدر سیمه کې، د ۱۱.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ جوړول دي، چې تړون یې د XINJIANG Electric Power Construction Co. LTD چینایي شرکت له رئیس سره لاسلیک شو.
دریم قرارداد ، د ۲۴.۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د بامیانو ښار لپاره د برښنا د شبکې جوړول دي، چې ۲۰۰۰۰ نوي پیرودونکي د برښنا له شبکې سره نښلوي او تړون یې د Shyama Power هندي شرکت سره لاسلیک شوو.
د پورته دریواړو قراردادونو لګښت د آسیا پرامختیایي بانک له بلاعوضه مرستو څخه ورکول کیږي او د نوموړو پروژو چارې به د راتلونکو دوو کلونو په لړ د افغانستان بریښنا شرکت تر څارنې لاندې بشپړې او ګټې اخستنې ته چمتو شي.
د افغانستان برښنا شرکت او د آسیا پرمختیایي بانک په ګډه هوډ لري، تر څو د هیواد لرې او نږدې سیمو ته د برښنا انرژۍ چمتو او ورسوي، چې پورته تړونونه د دې شرکت له خوا د برښنا د لیږد او د شبکو د جوړولو یوه بیلګه ده.