هر کله چې پښتون یادوم، ډېر ویاړونه راته یادېږي، ډېر خوشاله کېږم او ډېر ستر، ستر شخصیتونه له ځانه سره یادوم، خو د بده مرغه کله چې زه د پښتون اوسني حالت ته ګورم، د فلم کيسې، ورځنۍ بدماشۍ، داړه مارۍ او مظلومیت راته یادېږي. زه دا وایم چې پښتانه ولې د فلم د کيسې مظلومین دي، زه دا وایم چې ولې د پښتنو سره بدماشۍ او داړه مارۍ کېږي، او…
خو وینم چې د دغو ټولو سناریوګانو لیکونکي او اصلي لوبغاړي هم پښتانه دي نو بیا نور هم وځورېږم او هغه پارسي متل راته یاد شي چې وايي: «تېشه به رېشه خود زدن» یعنې پښتانه خپله ځان ته خنډونه جوړوي، خپله دوی خپل ځان ورانوي او خپله خپل ځان د نورو داړه مارانو په وړاندې قرباني کوي. دومره قربانۍ چې موږ په دغه اوسني بهیر کې ورکوؤ د هغو لاملین بهرني دښمنان، شمالي ټلواله، هزاره ګي بهیر او نور… نه دي. یواځیني لاملين یې زموږ خپل پښتني رهبران دي چې ځانونه د ملي وحدت سپاهیان بولي او حتی دا هم نشي کولای چې د پښتنو حقوق ورته ورکړي.
د افغانستان په اوسني لیکل شوي فلم کې یوازې پښتانه رهبران دیکتې شوې لوبغاړي دي، څه چې ورته ډایرکټر ووايي هماغه شان څرخېږي. دا چې ډایرکټر څوک دی، ډېره اندېښمنه پوښتنه ده، څوک یې شمالي ټلواله، څوک یې هزاره ګي بهیر او ځینې نور خو یې لا امریکايي ټلواله بولي.
که اوس په دې حکومت کې دولتي وېش ته پاملرنه وکړو نو اکثر وزارتونه تش په نوم د پښتنو په لاس کې دي مګر د پردې شاته هر یو د پښتو ضد فعالیتونه لري. که تاسو د دفاع وزارت وزیر پښتون بولئ، نو بیا تش په نوم وزیر څه کولئ شي، تاسو ګورئ چې د دغه وزارت ټولې چارې د شمالي ټلوالې له خوا ترسره کېږي. که تاسو د پوهنې وزارت وزیر پښتون بولئ، نو ګورئ چې هغه ښاغلی د افغانستان تعلیمي نصاب د لېوه په کور (ایران) کې جوړوي نو دداسې پښتون وزیر به څه ګټه وي. که د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وګورئ، هغه یوازې د ایراني مطبوعاتو ننداره کوي، یوازې په کابل کې یو څو افغاني رسنۍ شته نورې ټولې ایراني پلوه رسنۍ دي.
ډېر نور بلې خواته نه ځم، او اصلي خبرې ته راځم، ماد کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون په اړه څو لیکنې کړې وې، خو د بده مرغه هغه لیکنې یوازې پاڼې پاتې شوې او هیڅ چا ورته و نه کتل. دغه لیکنې چې: «د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ته باید پاملرنه وشي»، «د ښوونې او روزنې په بیاروغونه کې خنډونه»، «د لوړو زده کړو د وزیر په وړاندې د شمالي ټلوالې غبرګون» او «یکی دیګر از سپاهیان دروغین وحدت ملي» تر عنوان لاندې په بېلابېلو رسنیو کې خپرې شوې.
کله چې د چنګاښ په دریمه پوهنتون ته ولاړم ډېرو راته وویل چې رئیس بدل شوی، خو ما نه منله، ځکه ما ویل چې د دغه پوهنتون وضعه ټولو لوړپوړو چارواکو او په تېره بیا پښتنو لوړو پوړو چارواکو ته څرګنده ده، نو هیڅ امکان نلري چې دغه شان شخصیت چې د پوهنتون د ودې او پرمختګ لپاره کار کوي، له ریاسته لرې شي. خو بیا هم زه د پوهنتون سکرټریټ ته ورغلم او و مې پوښتل دا څنګه خبره ده؟ سکرټر را ته وویل هو همدا شان ده. زه پرته له دې چې ډاکټر طاهر عنایت وګورم بېرته راستون شوم او خپل ټیلیفون مې رواخیست، ډېرو ځایو ته مې زنګونه ووهل خو هیڅ ځواب مې ترلاسه نکړ، ټولو دا ویل چې پلانکۍ نشته، پلانکۍ په جلسه کې دی او آن تر دې چې یو پښتون لوړ پوړي چارواکي په اول کې ځان راته ښکاره کړ خو کله چې ما ستونزه ورته یاده کړه هغه وویل: «برادر می بخشي او با وزیر در جلسه است.»
نو ما د ځانه سره وویل چې پښتون دا وکړ د نورو څخه څه ګیله ده. ډېر خواشینی شوم. او ډېرو پوهنپالان راته راغلل او وویل غواړو لاریون وکړو، ما ورته ځواب ورکړ: پښتون، پښتون نه دی. نو ته چاته خپل غږ رسوې، لاریون خو ستا غږ رسوي، ستا غږ رسېدلی خو څوک نشته چې وا یې وري. خو بیا په ما کې د پښتونتوب احساس ډېر شو او ډېر پوهنپالان راسره غونډ شول تر څو د اوښتون په ضد لاریون وکړو، خو زموږ د پوهنپالانو ترمنځ چا ډاکټر صاحب طاهر عنایت ته خبر ورکړ چې: «پوهنپالان غواړي ستاسو د نیکو کارنامو په ملاتړ لاریون وکړي.» هغه ډېر ژر خپل استازی د پوهنتون سیمې ته راوستوو او زموږ سره د هغه استازي لیدنه وکړه، خو موږ بیا هم د هغه د استازي په خبرو بسنه ونکړه، نو ډاکټر صاحب د پوهنپالانو استازي خپل میلمستون ته وغوښتل او هلته یې وویل: «زما په ملاتړ لاریون مکوئ، لاړ شئ خپل درسونه ولولئ او د نوي رهبرۍ سره ملاتړي شئ، تر څو ستاسو پوهنتون ښه وده وکړي، دا دولتي اوښتون دی، دولت پوهېږي او کار یې.» ده په خپله دغه خبره یو ځل بیا خپل عالمتوب، پښتونتوب اونر توب ښکاره کړ.
د نوې رهبرۍڅخه موږ خبر نه وؤ، خو کله چې خبر شوؤ، ډاکټر چراغ علی چراغ زموږ سرپرست ټاکل شوی، نو موږ بیا هم د ډاکټر صاحب عنایت په خبرو بسنه ونکړه او غوښتل مو چې لاریون وکړو. ځکه ډاکټر چراغ علی چراغ هغه کس دی چې د کار د ضعف له کبله د کابل د طبي پوهنتون څخه ایستل شوی وؤ. بیا هم ډاکټر صاحب عنایت پوهنپالان له لاریون څخه وګرځول او یوازې هماغه د ښوونه غوښتنه یې له پوهنپالانو وکړه او هغوی یې د خپلو درسونو ته د پاملرنې لپاره وهڅول.
موږ څو تنه د نوي رئیس مخ ته ورغلو، ځکه ډاکټر صاحب طاهر عنایت دا عادت درلود چې د پوهنپالانو سره به یې هر کله د پوهنتون په صحن کې کتنه کوله او موږ په هماغه خیال د نوي رئیس مخې ته هم ورغلو، چې نوموړي دا کار د لارې نېونه ګڼلې وه او د وزارت رهبرۍ ته یې راپور ورکړئ وؤ چې: «محصلين پشتون دم را من را ګرفتند.» زه نه پوهېږم د هغه له دغه شان کارونو څخه موخه څه ده؟
خو دا درته وایم چې د ښوونې او روزنې لړۍ نوره پای ته ورسېده، ځکه اوس د لوړو زده کړو په وزارت کې داسې فضا حاکمه ده چې یوازې د ښوونې او روزنې د ختمېدو لپاره هڅې روانې دي. دا چې ولې پښتانه چارواکي دغه خطیر مسؤلیت ته پاملرنه نه کوي نه پوهېږم. ډاکټر صاحب طاهر عنایت هغه څوک وؤ چې د هغه په شتون کې په ډېره لږه موده کې لاندې سترې کړنې ترسره شوې:
د کمپیوټر په څانګه کې د دریو ښوونکو جذب او د کمپیوټر د لابراتوار جوړولو لپاره د سیسکو پوهنتون سره هوکړه.
د ثقافت په څانګه کې د ښوونکو جذب
د ارواپوهنې په څانګه کې د ښوونکو جذب
د ماسټرۍ پروګرام جوړونه او د هغې لپاره د کتابتون پرانیستل
د مسلکي او ټولنیزو زده کړو په پوهنځی ګونو کې د ځانګړو کتابتونونوپرانیستل. (د شخصي سوداګرو په جذب)
د پوهنتون په صحن کې د تفریحي پارکونو بیارغونه
د مرکزي کتابتون بډاینه
د افغانستان پېژندنه لپاره د ځانګړې څانګې وړاندیز
د عربستان د سفارت سره د نرینه او ښځینه وؤ د جومات لپاره هوکړه
د افغانستان د لوړو شخصیتونو په اړه علمي سیمینارونه، تر څو پوهنپالان هغوی وپېژني.
د پوهنتون د پاکۍ او امنیتي چارو ته جدي پاملرنه او نور…
نو دا هغه کارونه وؤ چې دروند ډاکټر صاحب عنایت په ډېره لږه موده کې په دغه پوهنتون کې ترسره کړل.
نو دغه شان ملي، په هېواد او ښوونه مین شخصیت د متعصب په نوم له دندې ګوښه کړای شو، موږ نه پوهېږو چې تعصب څه ته وايي، آیا فعال او پښتون سړي ته یا هغه کس ته چې نورو اقوامو ته په ټیټه سترګه ګوري. دا چې طاهر عنایت له دې پوهنتون څخه تبدیل شو دا څوک نه دردوي، مګر دا څوک دردوي چې د پښتنو په پاچاهۍ کې پښتانه ځپل کېږي.
ما واورېدل چې د لوړو زده کړو له وزیر څخه چا پوښتنه وکړه: «تو چرا ډاکټر طاهر عنایت را تبدیل کردی؟» هغه په ځواب کې ویلي وؤ: «من چه کا رکنم؟ چند بار نماینده های ولایت بدخشان و تخار نزد من آمدند و از وی شکایت کردند که متعصب است، مګر من برای آنها ګوش ندادم، بالاخره شخص معاون اول برایم هدایت شفاهی و عاجل داد تا او را تبدیل نمائیم.»
نو ولې په ولسي جرګه کې پښتانه نشته، ولې د معاون اول نه لوړ ولسمشر پښتون نشته چې دغه پېښه وڅېړي او د لوړو زده کړو وزیر ته ورشي او عاجل شفاهي امر ورکړي. زما په ګمان پښتانه بيده دي او هغوی خپله د پشتونکشي په لړۍ کې برخه لري.
که غواړئ افغانستان او په تېره بیا پښتانه له دغه کړکېچ څخه ووزي، دهغوی لپاره غښتلي ګامونه پورته کړئ، په دې نکېږي چې ووایو ولسمشر پښتون دی، د پښتون ولسمشر په شتون کې موږ دغه شان ځپل کېږو تاسو وګورئ د حکومت دری کلیدي وزارتونه ایرانیزم خواته روان دي. د پوهني وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د لوړو زده کړو وزارت باید ډېر د پام وړ وي خو په دغه وزارتونو کې داسې کسان ګمارل شوي چې د خپل ځان څخه د ایران په لاس پوڅو ډېر اعتماد لري او ټول واک یې هغوی ته په لاس ورکړئ.
د لوړو زده کړو په وزارت کې هر څه ایرانیزم خواته روان دي. کله چې پښتانه دغه وزارت ته بریالي شي په سر کې د دري ژبې د زده کړې ستونزه وي او په هغه کې ځپل کېږي، بیا هغوی پوخ ګذار کوي او پښتنو ته په آزموینو کې چانسونه ورکوي او همدا شان هغوی تر فارغېدو پورې له کدره باسي. اوس خو یې لا بله لوبه پیل کړې، د ایران جعلي اسناد بې له آزموینې منل کېږي نو په دې بڼه هغه خلک چې په کابل کې ناست دي او ایران په نوم هم نه پېژني د ماسټري اسناد یې له ایران څخه راځي، نو د لایحه مطابق لومړنۍ حق د ماسټرانو دی، نو هغه پښتانه غریبان چې لیسانس لري هغوی د کچالو خرڅوي.
بیا هم هغه د پښتو متل را ته یادېږي ې وايي: «ږیره زما واک یې د ملا» حکومت د افغانانو دی، خو واک ټول د ایراني لاس پوڅانو په لاس کې دی. که دغه اوضاع دوام وکړي ډېر دردېدونکي عواقب به افغان ملت او په تېره بیا پښتون قوم ته په خپله غېږه کې ډالۍ کړي.
د ډاکټر صاحب طاهر عنایت تبدیلي د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون لپاره یوه ستره او نه جبران کېدونکې ماته ده چې هیڅکله به هم څوک هغه خلا ډکه نشي کړای. نو ای پښتنو وروڼو، کله خو زه وایم چې پښتانه وروڼه مه ورته وایه، څه بل نوم ورته پېدا کړه، ځکه پښتانه داسې نه دي، زه د دوی غیرت او بي غیرتۍ ته ډېر حیران یم، په حکومت کې پښتانه لوړو پوړي چارواکي خپل کارکونکي ته نشي ویلی چې دا وکړه او دا مکړه، مګر په جګړیزو سیمو کې پښتون په ګولۍ پسې منډې وهي او دومره غیرت لري چې ځان مرګ ته ورکوي او ګولۍ را نیسي. خو بیا هم د دغو قوم تاریخ ټولې نړۍ ته ښکاره دی، ټوله نړۍ یې لرزولې، لږ راویښ شئ، لږ خپل تاریخ وګورئ، دغه قوم له ورکېدو وژغورئ اود افغانستان د غښتلتیا او پرمختګ لپاره کار وکړئ. داسې نشي چې بله ورځ د هغه پارسي متل ټوکه وګرځئ چې وايي: «خود کرده را نه درد است و نه درمان.»
زه نه پوهېږم د پښتون قوم لپاره طالبان او حکومتداران څه توپیر لري، طالب ورته ښوونځي سوځي، کتابونه ورته سوځي، کدرونه ورته له منځه وړي او نور…، خو حکومتداران هم له هغوی کم نه دي، هغوی ټول تعصب ته هڅوي، که پښتون حق وغواړي بیا د متعصب نوم پرې اېښودل کېږي، ځپل کېږي او ان تر دې چې د مورنۍ ژبې د زده کړې لپاره یې ښوونځي تړل کېږي، په پوهنتون کې چې څوک د پښتو ژباړې نوم یادوي ګواښول کېږي. زما په ګمان د طالب زيان د پښتون قوم لپاره هومره نه دی لکه د حکومتدارانو زيان. هغه پښتو متل چې وايي: «موږ یې عمرالدین ژاړه، قمرالدین یې په خره سپور راغئ» يعنې موږ له طالبانو ژړېږو خو حکومتداران له هغوی بدتره دي. ذهني خرابتيا به په ډېرو ستونزو بېرته جوړه شي خو فزیکي جوړښت به په مادي لګښت ورغول شي.
په دو هیله چې د افغانستان ټول اقوام د ریښتني ملي یووالي په رڼا کې لاس یو بل ته ورکړي او د یوبل حقوق په پام کې ونیسي او یوبل ته درناوی ولري.