ليکنه: حفیظ الله تسل
پاکستان ولې غواړي په افغان خاوره توغندي وتغوي؟ په کور دننه د ملي ګټو په خلاف د یو شمېر نوم وتو اشخاصو څرګندونې څه مانا؟
د ډیورنډ د فرضي کرښې د دې غاړې سیمو ته د پاکستاني پوځ له خوا په وروستیو کې د توغندیو توغول زیات شوي دي چې د مرګ ژوبلې تر څنګ یې ډېرې کورنۍ کډوالۍ ته اړې کړې دي. د پکتیا په ډنډپټان سیمه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني سرحدي پوځ تر منځ د وړمې ورځې نښته چې دواړو لورو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. له بلې خوا د یو شمېر ګوندي مشرانو، د پارلمان د غړو، رسنیو او نورو جاسوسي صفته اشخاصو څرګندونې د دواړو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) ترمنځ د روان وضعیت کړکېچن کولو لپاره نوی بدلون څرګندوي.
سره له دې چې تېر کال افغان حکومت له یو شمېر کورنیو او بهرنیو ستونزو سره لاس او ګرېوان و چې له نېکه مرغه په ښه ډول یې یو شمېر حل کړې.
لکه په ۱۳۹۶ کال کې د حکومت پر ضد د لويې جرګې د جوړېدو ناکامه هڅه چې د واکمن نظام د ګډوډېدو رنګ ترې څرګندېده، په کندهار کې د یو شمېر زورواکانو، پخوانیو حکومتي چارواکو او د پارلمان د یو شمېر غړو له خوا د حکومت پر ضد یوه بله ناکامپایله غونډه چې اندېښنې یې ایجادولای شوې. په پارلمان کې د ځینو پردیپالو وکیلانو له خوا د حکومت پر وړاندې د ستونزو جوړولو ناندرۍ، د تورنو او فساد دوسیې ښکته پورته کېدل، د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفا تر منلو وروسته د هغه له لوري د مخالفت مسله، د حکومت د پرېکړو په خلاف د ځینو په واک کې کسانو ناکام بغاوت، د دوستم او ایشچي حقوقي مسله، د کابل پروسه، د ټاکنو لپاره د جنجالي پروسې حل، د پاکستان د منزوي کېدو په اړه د حکومت د تګلارې پیاوړې کول، بهرنیانو ته قناعت ورکول، په حکومتي نظام کې د یو شمېر بې باوره اشخاصو لرې کول او دې ته ورته نورې لویې او وړې مسلې وې چې د ګاونډیو او نړیوالو په ګډون به یې ممکن ملاتړي هم درلودل، د ملي یوالي حکومت د کال تر پایه په لوی اکثریت لاس رسی ثابت کړ او ستونزې یې خورا کمې کړې.
خو له دې سره سره په تېر او روان کال کې د پاکستان له خوا په افغان خاوره د توغندیو توغولو مسلې بیخي بل ډول رنګ اخیستی.
خو د دغو بریدونو پر وړاندې د دفاع وزارت وروستۍ څرګندونې، د حکومت د اجراییه رییس او نورو چارواکو له خوا د بل مثل عمل کولو مفکوره د حکومت په ژمنتیا او خاورې په عرضي تمامیت کې ولسونه په رښتینتوب باوري کوي.
د دفاع وزارت ویلي ول چې د توغندیو پر وړاندې افغان ځواکونه چمتو دي او ورته امر شوی چې بل مثل عمل ترسره کړي. اجراییه مشر هم ورته نظر څرګند کړی و چې په دې اړه د افغان ځواک غفلت نه شي کولای.
کلونه وړاندې هم دغه شومه هڅه شوې ده، ممکن پاکستان په دې لټه کې وي چې که وکولای شي د دغې سیمې په نا امنه ساتلو کې به افغان حکومت او ملت دې ته اړ کړي چې د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت و پېژني، په داسې حال کې چې دوی فکر کوي، د خپل جاسوسي کړیو چې د قومي، سمتي او نژادي ګروهه له اشخاصو یې را بیل کړي دي، دغه چاره تر پخوا یو څه د پاکستان په ګټه بدله کړي.
مخکې مې یادونه وکړه، د پارلمان د یو شمېر غړو غیرې قانوني څرګندونې، د حکومتي پرېکړو پر وړاندې د مخالفت او همدا راز د یو شمېر ګوندونو او احزابو د مشرتابه له هېواده بهر او یا په هېواد کې داخل څرګندونې، د جګړو د لیکو د پیاوړتیا او یا هم په لږه ټیټه کچه د هغو فکري جګړو د اتلانو له خوا لمسېدونکې او لمسېدلې هڅې په ښکاره ډول مخالفتونه پیدا کوي او پرده پورته کوي چې دوی د ای اېس ای او یا نورو شبکو جاسوسان دي.
په ایران کې، پاکستان، روسیه، په کور دننه په پارلمان کې، د سیاسي ګوندي مشرانو او شمېر په نوم د مدني خوځښتونو استازو د ډیورنډ په اړه او دې ته ورته د نورو هغو وروستۍ څرګندونې له داسې مخالفتونو سره مخ شوې دي چې ممکن د همدې شبکې د مرسته کوونکو تور پرې پورې شي.
دا ځکه چې په پاکستان کې د ایجیوګانو، یو شمېر تجارتي غړو، ګوندي او حزبي کړیو، د پارلمان وکیلانو او نورو یادو هلته هستوګنه کړې او یا دا چې دوی هر یو په مسلسل ډول په بېلابېلو بهانو تګ را تګ کړی دی. پاکستان هم په داسې نسبتاً سر خلاصو اشخاصو د جاسوسۍ سرمایه ګزاري کړې ده.
یو شمېر رسنۍ چې څرګندونې یې دا وږم ښیندي چې ګواکې د یوې استخباراتي کړۍ د لاوډسپیګر حیثت دې ولري، دا په دې مانا نه ده چې د هغوی ټولې خبرې دې په مستقیم ډول نشر کړی او یا دې په مسقیم ډول وکلات تر سره کړي؛ بلکې د هغوی د موخو مطابق او یا په لږ څه توپیر سره کړنې چې پایله یې بیا هم د هغوی په ګټه تمامېدای شي، له جاسوۍ پرته بل څه نه شي اټکلېدای.
یو شمېر رسنۍ یا ورځپاڼې چې د ولسمشر غني د واک مودې ته قانون په ناسم تعبیر انګېري چې د ګوتو په شمار یا ان تر یوې میاشتې کمه موده یې د قانوني واک پای ته پاتې ده او صراحتاً یې د خپلې رسمي پاڼې له پاسه لیکي هم دي، په سر مقاله کې داسې خبرې چې د خدمت لپاره ترسره کېدونکې هلې څلې دې په یو بل تعبیر سره چې یوازې د فکر له خرابېدو او د دښمن د مرال له جوړېدو پرته بله مانا نه شي ورکولای، هغه څرګندونې دي چې په ښکاره ترې د جاسوس تعبیر کېدای شي.
د ماندګار په نامه د شمالي ټلوالې د یو جنګسالار، ولي مسعود د ۲۷/۱/۱۳۹۷ مې نېټې د پرلپسې ۲۲۴۵ مې ګڼې د سر مقالې په لوستلو به ښه درته جوته شي.
یو شمېر نورې رسنۍ هم په دغه لیکه کې د هغوی د ورځني فعالیت په تعقیبولو سره درولای شو.