همایون نایل
د افغانستان په ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د شفافیت کمساری پرمختګ شوی چې په ټاکنو د بې باوره خلکو لپاره ډېر ښه زیری کېدای شي.
د ټاکنو په اړه لومړنی عملي ګام د ټاکنو نوم لیکنه ده؛ خو شرایطو ته په کتو به دغه نوملیکنه څومره شفافه وي، دغه نوې بڼه به یې د ټاکنو په بهیر کې واقیعاً ګټه وکړي او پرې بې باوره وګړي به باوري کړي؟
تېر ته په کتو د ولسمشریزه ټاکنو په ګډون په پارلماني او د ولایتي شورا په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ او تخطۍ راپورنه ورکول کېدل؛ خو دا ځل د درغلیو او تقلب د مخینوي لپاره نوې لار پرانیستل شوې ده چې یوازې د کاغذي تذکرې درلودونکی کولای شي یوه رایه وکاروي.
څو سلنه به رایه وکاروي؟
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک د کمېسیون د اټکل له مخې په هېواد کې له ۱۲ نه تر ۱۵ مېلیونو وګړي د رایې ورکوونې په شرایطو برابر دي.
د ټاکنو په اړه د حکومت د نوي ډول او بڼې په بنسټ به د اصلي تذکرې پر شا د ټاکنو کارت نصبېږي، په کوم مرکز کې چې نوم لیکنه کوي، رایه به هم هماغلته کاروي.
خو په افغانستان کې د تېرو جګړو له امله د بدبخیتو ښکار وګړي به هیڅ کله هم په بشپړه توګه یعنې تر ۱۵ مېلیونو پورې په شرایطو برابر هغه نه د ټاکنو په بهیر کې ونډه واخلي او نه به هم د نوم لیکنې په پروسه کې. ځکه چې د نسبي پرمختګ سره سره بیا هم په لرو پرتو سیمو کې امنیتي ستونزې پر ځای پاتې چې هلته به د نوم لیکنې مرکزونه کم وي؛ سره له دې چې په ډېرو سیمو کې حکومت د پخوا په پرتله د نوم لیکنې لپاره شرایط یو څه ښه کړي هم دي.
په جګړه ځپلو سیمو کې د رایې کارونې د مرکزونو د کمښت او یا هم د تذکرو د نه لرلو له امله د اټکل په خلاف پایله ور کوي. دا چې دغه د شفافیت رامنځته کېدونکې طرحه د تذکرو په اساس ټاکنېیز بهیر پر مخ وړي، له بده مرغه زیات هېوادوال مو نا لوستي دي او په نالوستو کې له یو نیم پرته، نور تذکرې نه لري، خویندې او میندې خو د ناوړه رواجونو له امله هم بې تذکرو پاتې دي. د روڼ والي لپاره پخواني د رایې کارونې کارتونه هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا لغوه اعلان شوي دي.
حل لار
د کمېسیون له قوله د نوم لیکنې بهیر په دوو پړاوونو کې تر سره کېږي چې لومړی په ښارونو او بیا په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې.
په ښارونو کې د نوم لیکنې بهیر د شنبې په ورځ رسماً پیل شو، یوه میاشت به دوام کوي؛ د نوم لیکنې لپاره چې اصلي تذکره اړینه ده باید د میاشتې د پای ته له رسېدو پنځه ورځې وړاندې حتماً تذکرې اخیستل شوي وي؛ چې دغه چاره د حکومت د ځانګړۍ همکارۍ په نه شتون کې امکان نه لري. باید په ولایتونو کې د والي په ګډون، ولایتي اړوند کسانو ته دنده وسپارل شي چې د تذکرو په وېش کې یوه میاشت بې سارې او کم سارې مرسته وکړي، ټولو په شرایط برابرو وګړو ته دې کاغذي تذکرې ووېشي او د ټاکنو کمېسیون دې خپل یونیم زر مرکزونه د اړتیا په صورت کې نور هم زیات کړي.
په دویم پړاو کې هم په ورته بڼه؛ خو دا چې یو څه وروسته پیلېږي او دوه اونۍ به د دې میاشتې له پاسه هم اوړي، له اوسه دې د تذکرو په تر لاسه کولو پسې را ووځي.
د نوم لیکنې ګټې
سره له دې چې ټاکنې به ترسره کوو، د خوښې نوماند بریا ته رسوو، لږ تر لږه به د نا مناسب نوماند واک ته د رسېدو پر وړاندې مبارزه وکړو.
که څه هم حکومت ژمن دی، که خدای مه کړه ټاکنې د کوم غیرې قانوني دلیل له لامله ګډوډېږي یا د تېر ځل په شان د شراکت هڅه کېږي، مخه به یې ونیولای شو.
یو شمېر کړۍ پښتون قوم په دې تورنوي چې دوی اکثریت طالبان دي، د نوم لیکنې له امله به هغو نړیوالو ته چې اړوندېږي، ثابته شي چې په لوی اکثریت سره دغه قوم د خپلواکو او شفافو ټاکنو غوښتونکی دی او طالب اکثریت له دوی څخه نه دی.
که موږ نوم لیکنه زیاته کړو، زموږ د بې روزګاره وروڼو لپاره د کار ښه زمینه برابرېدلای شي.
د مرسته کوونکو بنسټونو توجه به را وګرځي او له دې پروسې سره به لا ډېره مرسته وکړي.
د هغو سیمې امنیتي وضعه به ورسره خوندي شي چې پخوا ترې د امنیتي ګواښ خبرونه را تلل؛ ځکه چې د رایې ورکوونکو د امنیت لپاره به د نوم لیکنې له مخې اړتیاوې سنجول کېږي.
د پارلماني ټاکنو لپاره به د هغو نوماندانو مخه ونیول شي چې د پیسو په زور به پارلمان ته تلل.
که موږ ټول یا لوی اکثریت نوم لیکنه وکړو، د سولې په بهیر کې به له یو شمېر هغو کسانو سره چې د سولې فکر لري دا مرسته وکړو چې په خپل یقین باوري شي او د واک سوله ییز فکر ورسره پیدا شي.
په نوم لیکنې سره به دا هم ثابته کړو چې په افغان برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د غوښتونکو شمېر څومره دی، که څه هم دا ثابته ده.