همایون نایل
د افغان سولې په اړه په کراتو له پاکستانه د ملاتړ غوښتنه شوې او دوی هم په کراتو د افغان سولې د ملاتړ خبرې کړي دي؛ خو پخوا تش په نامه او تر اوسه یې په نیت شک کېدلای شي. پخوا به پاکستان د افغان سولې په اړه داسې د ملاتړ څرګندونې کولې چې خپل شرطونه به یې هم پکې ځای پر ځای کول، هلته د امریکا فشارونه د اوس په څېر نه ول؛ بلکې یوازې په قطر او یا نورو هېوادونو کې په ظاهراً د افغانستان په ګټه او د پاکستان د نیت په مطابق پټ د سولې له پروسې د پاکستان او طالب جنګیالیو په ګټه استفاده کېده.
په قطر کې د سولې د پروسې د پلي کېدو په موخه دفتر پرانیستل شو چې طالب مشران به د پاکستان په مرسته سوله وکړي؛ خو له بده مرغه پاکستان چې د سولې د نه کولو نیت یې درلود د تخریب هڅه یې وکړه، داسې چې د اسلامي امارت په نامه د طالبانو حضور نړیوالو ته ثابت کړي چې پخوا پرته له پاکستان، سعودي عربستان او د دوی له متحده د ګوتو په شمار ګاونډیو هېوادونو نور هیچا په رسیمت نه پېژانده، د اسلامي امارت د بیرغ په را پرځولو سره دغه پروسه بدنامه او ناکامه شوه.
همدا ډول په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د هغوی په منځګړیتوب د سولې په اړه خبرې پیل شوې؛ خو چې د پاکستان ګټې به پکې خوندي نه وې او یا دا چې د دغه هېواد شوم اهداف به نیمکړي پاتې کېدل، پروسه به تخریب شوه.
دا ځل د امریکا بېساری جدیت، د افغانستان د حکومت سالمه او د سولې په اړه تر پخوا منظمه پلانګزاري چې په اوږدو کې یې په پاکستان بېلابېل ډول فشارونه رامنځته شول، د مرستو لړۍ پرې ټکنۍ شوې او د ډالري د سېلابونو د وچکالۍ ګواښونه ورته وشول، پاکستان اړ کړی چې د سولې په اړه جدي وي.
ځکه؛ پخوا طالبانو ته د افغان حکومت له لوري داسې بې قیده او شرطه وړاندیز نه و شوی، همدا ډول د دولت په دولت د اړیکو او خبرو اترو پلان بېساری دی، پر طالب وسله والو بریدونه هم د پخوا په پرتله ډېر او پایله ور کوونکي دي؛ ښايي افغان لوری بریالی شي او پاکستان به یې ملاتړ وکړي.
د پاکستاني حکومت قول او ژبې اړولو ته په کتو، په بیا بیا دا خبره رسنیزه شوې چې د افغانستان امینت د پاکستان امنیت دی او په دې کې شک نشته چې که پاکستان د افغانستان د امینت په ګډوډولو کې پرمختګ کوي، د اور بڅرکي به یې د هېواد زړه ته هم ورسېږي. دوی چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې توغندیز بریدونه ترسره کوي، افغان لوری مجبورېږي چې ورته اقدام وکړي، چې له نن څخه څلور کاله وړاندې ثابته شوې. د قاسم خان د اتلولۍ له امله د پاکستان پوځ په د ګوشتې ولسوالۍ په فرضي سرحدي سیمه کې سخت مات شو. همداسې به مات شي. هغه کړنې چې طالب وسله وال یې په افغانستان کې ترسره کوي، دې کې شک نشته، هغه څوک چې دوی یې روزي، بېرته به د دوی په هېواد کې هم بریدونه ترسره کړي؛ ځکه چې د پاکستاني حکومت کړنې په کراتو د افغان ځواک په پرتله د دوی پر ضد دي.
په ډانګ پیلې او لمر په شان روښانه خبره ده چې د پاکستان خاوره د تېرو لسګونو کلونو په اوږدو کې د افغانستان په ضد کارول شوې ده. پاکستاني چارواکي وخت ناوخت په ډېره مړه خوله ردوي چې ګواکې د پاکستان خاوره دې د افغانستان پر ضد کارول شوې وي؛ خو هغه شواهد چې افغان چارواکو دوی او یا نړیوالو ته وړاندې کړي دي، د دوی د رد ځواب په خوله کې ور وچوي. پاکستاني چارواکو په زغرده ویلي چې له خاورې یې د طالبانو پټنځایونه له منځه وړي. په رښتیا هم هلته پټنځي او روزنزي شتون لري چې دوی یې تائیدولای شي.
د ښه او بد طالب تر منځ فرق هم د دوی له خوا کېږي او ورسره جوخت دا څرګندېږي چې خاوره یې د ګاونډي افغانستان په ضد کارېږي.
اوس نو مجبور دي چې د افغانستان پر ضد یې د خاورې کارېدل بند شي. افغان حکومت د دې پروسې د بریا په موخه دوی ته داسې شواهد وړاندې کړي او په باور سره یادېدای شي چې د اړتیا وړ اسناد به له دوی او نړۍ سره شریک کړي چې د پاکستان د بدنامۍ او بې شرمۍ لږه ځړېدلې برده به هم پورته کړي، د همدې لپاره خو باید هڅه وکړي چې رښتیني و اوسي.
پاکستان میاشت بلې ته زیات د افغانستان په سرحدي سیمو توغندي توغوي، په وروستیو کې دغه توغندي او یا نور هغه بریدونه او هڅې چې په ښکاره د پاکستان لاسوهنې ثابتولای شي د ارضي تمامیت د لاندې کولو او په هوایي حریم یې د طیارو تګ د ټولو قوانینو خلاف کړنې دي. افغانستان هیڅ کله هم د پاکستان په خاوره پرته له دې چې د هغوی لخوا تر پوزې راغلی وي، د پاکستان خاورې ته نه توغندی توغولی او نه یې د پاکستان له هوايي حریم څخه ناقانوني استفاده کړې ده. د دوی ژمنتیا ځکه مهمه ده چې پر دوی یې نیوکې خورا جدي کړي دي.
افغان حکومت خو ژمن برېښي؛ اما د پاکستان له خوا به هله ژمنتیا ثابته شي چې په رښتیا هم افغان کډوال په عزت او سالمتیا سره د دواړو حکومتونو په همکارۍ او پلانګزارۍ سره په ټاکلي وخت هېواد ته ستانه شي، د سولې پروسه چټکه او د بریا څرکونه یې ډېر ژر ولیدل شي.
د پښتنو ژغورنې پاڅونونه، د امریکايي ځواکونو جدیت، د روسيې اندېښنې، د طالب وسله والو پر وړاندې د ولسي خلکو د یو موټي کېدو هڅې او داسې نور د حالاتو مطابق پلانونه به د پاکستان او جګړه مارو پر سر تېزاب واچوي.