داود اعظمي
امریکا پر روسيې تور لګوي چې د طالبانو په ملاتړ کولو سره د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي.
جګپوړي امريکايي چارواکي له څو مياشتو راهيسې وایي چې مسکو په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته ان وسلې هم ورکوي.
روسيه او طالبان چې تاريخي دښمنان دي، دغه تورونه ردوي.
دا ادعاوې په داسې حالت کې کېږي چې ځينې څارونکي د يوې “سړې جګړې” په سترګه ګوري- نو د امريکا دغه ادعاوې څومره سمې دي؟
امریکا څه ادعا لري؟
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان، جنرال جان نيکلسن، د مارچ د مياشتې په پای کې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ادعا وکړه چې د افغان طالبانو لپاره روسۍ وسلې د تاجکستان له پولو څخه قاچاقېږي.
نوموړي پر روسیه تور ولګوی چې په افغانستان کې د “اسلامي دولت” (داعش) ډلې وسله والو شمېر قصدا ډېر ښيي چې داسې “د طالبانو فعاليتونو ته جواز پيدا کړي او له طالبانو سره يو ډول مرسته وکړي.”
جنرال نيکلسن وويل “افغان مشرانو دلته زموږ مرکز ته داسې وسلې راوړې او ويې ويل چې دا روسانو طالبانو ته ورکړې دي”.
د افغانستان د پوليسو او پوځ ځينو چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په روسې پوځي الاتو کې د شپې ليدونکي عينکې/ دروبينونه، اتومات ټوپکونه او سپکې وسلې راځي.
دا ادعاوي څوک مني
امريکايي چارواکي له څه باندې يوه کال راهیسې پر مسکو تور لګوي چې له طالبانو سره همکاري کوي.
جنرال نيکلسن د ۲۰۱۶م د ډسمبر په مياشت کې پر روسيې او ايران نيوکه وکړه چې له طالبانو سره اړيکي ټينګوي او هغو ته “مشروعيت” ورکوي.
له هغه راهيسې يو شمېر امريکايي چارواکو، په ځانګړې توګه پوځي جنرالانو همداسې ادعاوې کړې دي او ځينو يې داسې ښودلې چې روسيه طالبانو ته وسلې هم ورکوي.
خو يو شمېر امريکايي اوناټو چارواکي بيا ډېر محتاط دي.
د امریکايي دفاعي استخباراتي ادارې مشر، جنرال وينسېنټ سټيوارټ (Vincent Stewart) د ۲۰۱۷م کال د مې په مياشت کې د امريکا د مشرانو جرګې ياسنېټ (سنا) يوې غونډې ته د شاهدۍ ورکو پر مهال وويل چې “ما د وسلو يا پيسو د لېږلو کوم ريښتونی فزيکي ثبوت نه دی ليدلی”.
د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر په مياشت کې د خپل هېواد په ولسي جرګه کې د “وسله والو ځواکونو کمېټې” ته وويل چې دی غواړي له طالبانو سره د روسي همکارۍ د کچې په اړه نور شواهد وويني. نوموړي زياته کړه چې ده تراوسه څه ليدلي هغه “مفهوم نه جوړوي”.
د ناټو عمومي مشر ينس سټولټنبرګ (Jens Stoltenberg) د ۲۰۱۷ کال په جولای کې په عامه وويل چې “موږ د دې ډول همکارۍ په اړه کوم ثبوتونه او کره معلومات نه دي ليدلي”.
تاجکستان له خپله اړخه دا خبره ردکړې چې طالبانو ته روسۍ وسلې د دوی له هېواد څخه تېرېږي او د جنرال نيکلسن دغه ادعا يې بې ځايه وبلله.
افغان چارواکي څه نظر لري؟
افغان چارواکو هم متناقض (يو د بل ضد) بيانونه ورکړي دي.
ځينې ولايتي چارواکي له طالبانو سره د روسيې د پوځي ملاتړ ادعا په ډاګه کوي خو د افغانستان د اجراييه رييس د دفتر وياند د ۲۰۱۷ کال په مې کې وويل چې په دې اړه ثبوت نشته.
ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۷ په اکتوبر کې په عامه طالبانو ته پېغور ورکړی چې روسۍ وسلې ترلاسه کوي.
خو د ده د دفاع وزير تردې يوه مياشت وروسته وويل چې دا ډول رپوټونه يوازې “ګنګوسې/اوازې” دي او “موږ ثبوت نه لرو”.
روسيه او طالبان د امريکا دا ادعاوې ردوي چې دوی په ګډه کار سره کوي.
دوی په جلا جلا توګه د جنرال نيکلسن د بي بي سي څرګندونې رد کړي او وايي چې هغه هېڅ ثبوت نه لري.
په کابل کې د روسيې سفارت او په مسکو کې روسيې د بهرنيو چارو وزارت دا ډول ادعاوې رد کړي او هغه يې “بې بنسټه” او “تشې اوازې” بللې دي.
د طالبانو يوه ویاند وویل چې دوی “له هېڅ هېواد څخه پوځي مرسته نه ده ترلاسه کړې”.
مسکو بيا په پرله پسې توګه پر امريکا او ناټو تور لګوي چې هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو ناکاميو او خرابېدونکي امنيتي حالت پړه پر روسيې اچوي.
روسي ځواکونو او سياستوالو ان داسې ښوولي چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي، دا هغه تور دی چې امريکا يې په کلکه ردوي او ډېری څارونکي يې د نه منلو وړ ګڼي.
ايا روسيه او طالبان يو له بل سره اړيکي مني؟
روسيه دا ردوي چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي خو مني چې له هغو سره “تماسونه” لري. طالبان په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا له خوا له واکه لېرې کړل شول.
د طالبانو ځينې سرچينې چې د مسکو او طالبانو تر منځ د تماس يوه لار شاوخوا لس کاله وړاندې جوړه شوه.
خو د تېرو درو کلونو پر مهال د طالبانو او روسانو تر منځ اړيکې ډېرې وغوړېدې، په ځانګړې توګه تر هغه وروسته چې کله د ۲۰۱۵ کال د جنوري په مياشت کې په افغانستان کې د داعش د “خراسان” په نامه ډله جوړه شوه.
د طالبانو سرچينې تاييدوي چې د دوی استازو له روسي چارواکو سره په روسيه کې د ننه او “نورو” هېوادونو کې څو واره ليده کاته کړي دي.
ځينو طالبانو تمه درلوده چې له روسيې سره د دغو نورو “اړيکو” په لړ کې به له مسکو څخه داسې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي چې د افغانستان جنګ په ډراماټيکه توګه د دوی په ګټه واوړي، يعنې د الوتکو ضد راکټونه او توغندي چې د امريکا هوايي برلاسي چلنېج او له خطر سره مخامخ کړي، همداسې لکه په نولس سوه اتيايمو کلونو کې د شوروي- افغان جنګ پر مهال امريکا افغان مجاهدينو ته سټينګر توغندي (Stinger Missile) ورکړي ول.
تردې مهاله د دغو وسلو ترلاسه کول د طالبانو په خوا کې په ځانګړې توګه د دوو سببونو له کبله يوه خوش خيالي ده.
يو خو په اسانۍ سره د دغو وسلو سرچينه معلومېدای شي او بل د روسيې او امريکا اړيکي لا دومره خراب نه دي چې مسکو دغسې سخت ګام پورته کړي.
طالبان له روسيې څه ترلاسه کوي؟
د طالبانو لپاره له يوه لوی سيمه ييز ځواک له خوا اخلاقي او سياسي ملاتړ ترلاسه کول تر سپکو وسلو ډېر اهميت لري- د دوی په وينا سپکې وسلې پر پراخه کچه په افغانستان کې شته او د شاوخوا سيمې په تور بازار کې په پيسو اخيستل کېدای شي.
د طالبانو د ډپيلوماټيکو هڅو لړۍ له چين او ايران سره هم تر اړيکو جوړولو پورې غځېږي.
د دې ډول اړيکو ټينګول د طالبانو مورال لوړوي او له افغانستان څخه د امريکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو د ايستلو د مبارزې پر “مشروعيت” باندې يې د دوی باور پياوړی کړی دی.
پر روسيې او ايران د طالبانو د ملاتړ تورونه هغه بيانونه او ادعاوې ګواښوي چې وسله وال طالبان يوازې پرپاکستان متکي دي.
له دښمنۍ څخه تر دوستۍ پورې
د افغان طالبانو پر وړاندې د خپل دريځ نرمول د روسيې لپاره يو ډراماټيک او تر يوه ځايه داسې بدلون دی چې تمه يې نه کېده.
د طالبانو د تحريک نژدې ټول بنسټ اېښودونکي غړي د مجاهدينو برخه ول چې په نوسل سوه اتيايمو کلونو کې د شوروي له خوا د افغانستان د نيولو پرضد جنګېدل.
د شوروي تروتلو وروسته د تنظيمي جګړو پر مهال روسيې د طالبانو ضد ډلو مالي او پوځي مرسته کوله، خو په امريکا کې د سپټمبر د يوولسمې په بريدونو پسې پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته، طالبانو په ظاهره له روسيې سره د کار کولو يوه موقع وليدله.
روسیه اوس طالبان يو مهم امنيتي خطر نه ګڼي- د دې پر ځای په مسکو کې پاليسي جوړونکي، طالبان د افغانستان يو داسې حقيقت ګڼي چې له پامه نشي غورځول کېدلای.
د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر پوتين ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د ۲۰۱۷م کال د مارچ په مياشت کې ان دا وویل چې د طالبانو لخوا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه “پرځای” ده- نوموړي همدا راز په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو اوږدمهالي شته والي باندې نيوکه وکړه.
روسيه څه ترلاسه کوي
د طالبانو او روسيې اړيکي درې لوی سببونه لري.
لومړی: روسي چارواکي وايي چې د دغو تماسونو هدف په افغانستان کې د روسي وګړو او سياسي دفترونو خونديتوب يقيني کول دي، په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې پياوړو شويو طالبانو په اوسنيو کلونو کې خپل سيمه ييز کنټرول پکې پراخ کړی دی.
لږترلږه دوه روسي وګړي، په ۲۰۱۳م کال کې هغه مهال د افغان ځواکونو له خوا ونيول شول چې کله د هغو څرخي الوتکې (چورلکې) د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې راولوېدې.
دواړه روسان تر اوږدو خبرو وروسته راخوشي شول.
دوهم: په افغانستان کې د “اسلامی دولت” (داعش) راټوکېدو په مسکو کې اندېښنې راوپارولې چې دغه ډله ښايي منځنۍ اسيا او روسيې ته وغځېږي.
افغان طالبان په افغانستان کې د داعش پر ضد جنګېږي او ګاونډیو هېوادونو ته يې ډاډ ورکړی چې د داعش پر خلاف د دوی وسله واله مبارزه تر افغانستان پورې محدوده ده.
د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر کې په ډاګه کړه چې د داعش پر ضد جګړه کې “د طالبانو ګټې په عيني ډول زموږ له هغو سره سمون لري”.
روسيې داسې هم ښودلې چې که په افغانستان کې داعش ډله زور واخلي او د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره يو “جدي خطر” جوړه شي نو امکان لري چې د “خپل ګاونډ” د خوندي ساتلو تر نامه لاندې په افغانستان کې د سوريې غوندې يرغليزه مداخله وکړي.
خو امريکایي چارواکي وایي چې مسکو په افغانستان کې د داعش حضور خپلې لاسوهنې ته د جواز پيداکولو او په منځنۍ اسيا کې د خپل پوځي نفوذ د ډېرولو لپاره د يوې پلمې په توګه کاروي.
درېيم: روسي چارواکي ټينګار کوي چې د افغانستان جګړه پوځي نه بلکې سياسي حل ته اړتيا لري.
روسي چارواکي د وخت په تېرېدو سره په زياتېدونکي ډول د امريکا د سټراټيجۍ په اړه نارآمه او شکمن شوي چې په افغانستان کې يې د تېرو شپاړسو کلونو تر جنګ وروسته لاتراوسه ثبات نه دی راوستلی.
مسکو وايي چې له طالبانو سره په دې نيت تماسونه نيسي چې هغه د سولې خبرو کې ګډون ته وهڅوي.
د دې اغېز پر افغان جګړې څه دی
د ولسمشر پوتين تر مشرۍ لاندې پياوړې شوې روسيه په افغانستان کې د نفوذ د ډېرېدو کوښښ کوي.
دې ګام ته په افغانستان کې په کوم راتلونکي نظم کې د مسکو لپاره د يوه مخکښ رول د يقيني کولو د هڅې په سترګه کتل کېږي.
دا په داسې حال کې پېښېږي چې د امريکا او روسيې اړيکی خراب دی او جيوپوليټيکي (پوځي-سياسي) حالت په چټکۍ بدلېږي.
د مسکو زیاتېدونکي بارز دريځ د نړۍ په نورو برخو، په ځانګړې توګه په اوکراين او سوريه، کې د امريکا او روسيې تر منځ ترينګلتیا سره تړاو لري.
داسې ښکاري چې مسکو له طالبانو سره د اړيکو په ټينګولو سره غواړي پر امريکا او ناټو فشار واچوي او ان رول يې کمزوری کړي.
پر همدې مهال، څرنګه چې د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ اختلاف ډېرېږي، روسيه او پاکستان د لسګونو کلونو تر دښمنۍ وروسته ډيپلوماټيک او پوځي اړيکي جوړوي.
په افغان چارو کې د مسکو بيا راڅرګندېدنه تر ډېره امريکا ته د سرخوږي جوړولو لپاره کېږي.
د سړې جګړې د پخوانيو زبرځواکونو لخوا په پرله پسې ډول يو پر بل د اتهامونو لګولو ته بايد د تورونو د يوې پراخې لوبې په توګه وکتل شي.
د روسيې او امريکا سيالۍ د افغانستان جګړه، چې د لوبغاړو شمېر پکې ډېرېږي، نوره پېچلې کوي.
دې د يوې داسې “نوې لویې لوبې” په اړه اندېښنې تازه کړي چې افغانستان يو ځل بيا د سيمه ييزو او نړيوالو لوبغاړو میدان جوړ شي- د لسګونو کلونو له دې زاړه جنجال څخه د وتلو لار د پخوا غوندې لېرې ښکاري.