د منظور پښتين خولۍ چي اوس د حق غوښتني په يو سمبول بدله سوې په خلګو کي يې زيات محبوبيت موندلی دی.
اوس په لر وبر پښتونخوا کي د ډېرو خلګو پر سر داخولۍ ليدل کېږي.
منظور پښتين ولي دا خولۍ انتخاب کړې ده؟
ددې پوښتني ځواب خپله پښتين په يوه غونډه کي وکړ، نوموړي چي يوې غونډي ته وينا کول وويل، “زموږ خلک غریب خلک دي په کلي کې، نو هلته یو ځوان وو مزدوري به یې کوله، یوه ورځ یې خپله ټوپۍ له سره را کښته کړه ویل دا د غریبۍ ټوپۍ مېي ده چېري سمه ټوپۍ نه ملاوېږي، ما ورته ویل چي دا ماته راکه، له کومي ورځي چي مې په سر کړې ده ډېره بختوره ټوپۍ وه”.
منظور پښتين همدا خولۍ په نېک شګون ونيول او په هره غونډه کي يې پر سر لېدل کېږي.
د پښتين په وينا ځينو خلګو ددې خولۍ د نه استعمالولو ورته ويلي وه، چي ګڼي دا ډول خولۍ د هوټل يا سماوار کارکونکي پر سر کوي. خو پښتين يې خبري بابيزه ګڼلي وې او ويلي يې وه چي د پښتنو غريبانه ژوند ددې خولۍ د استعمال اجازه ورکوي.
پښتين وايي، يوغريب سپين ږيري مي پر سر دا خولۍ وليدل او راته ويې ويل، ډېره ښايسته خولۍ دي پر سر ده، نو ما هم خپله خولۍ هغه سپين ږيري ته ورکړه او دهغه خولۍ ما واخيسته.
د منظور په وينا، “زه وایم د غریب سړي بې قیمته شی دې وي خو د الله په نزد ډېر غټ قیمت لري، په هر حال زه بیا هغه ټوپۍ نه ورکوم. په اسلام اباد کي چا راته وویل، دا ټوپۍ لرې کړه، دا خو چې په هوټل کې مزدوري کوي هغوی یې په سر کوي”.
په اسلام اباد کي د پښتنو په پرلت کي د پښتين خولۍ ته د خلګو ورپام سو، هماغه وو چي پر رسنيو يې انځورونه خپاره سول او په بازار کي يې دپېر او پلور بازار خورا ګرم سو.
په پښتني بازارونو کي ددې خولۍ د خرڅ بهير خورا چټک روان دی، په کابل کي سوداګر وايي، وړاندي دا خولۍ ګرم بازار نه درلودی خو اوس يې استعمالونکي ډېر سوي او د رانيونکو شمېر يې ډېر دی.
په کابل کي د سولي د پرلت خيمه والو هم د ا خولۍ پر سر کړې ده، آن دمشرانو جرګې ټولو غړو د سولي او حق غوښتني د سمبول په شکل دا خولۍ انتخاب کړه او هغه يې پر سر کړه.
په تاريخ کي داسي ډېر ځله داسي سوي چي د يوې مبارزې د مخکښ انتخاب سوی نښان د هماغي مبارزې په سمبول بدل سوی دی، لکه د ارجنټاين د انقلابي رهبر چيګوارا خولۍ چي پر تندي يې ستوری ټومبل سوی دی.