کور / اقتصادي / ولسمشر بنسټيز کارونه کوي؛ خو …

ولسمشر بنسټيز کارونه کوي؛ خو …

لیکوال: ا- ځواک

 

دا جوته خبره چې د بنسټیزه کارونو له پاره بنسټیزه پروژې، بنسټیز یا ژور فکر، ښه پروپوزل لیکل یا محاسبې، هڅې او هاند او …  ته اړتیا وي چې دا د هر چا د وس خبره نه ده؛ خو زه فکر کړم چې ولسمشر محمد اشرف غني د دې ټولو وړتیا لري د داسې پروژو ښې بلګې د سلما بند او ټاپي پروژې دي.

زموږ ګران هېواد افغانستان تقریباً نیمې پیړۍ درندې جګړې داسې ځپلی چې پر پرهرونو یې پټي کېښودل او د دې هېواد رغول ډېرې هڅې، زیار، ډېر لګښت او د قوي هېواد پالنې روحې ته اړتیا لري؛ خو دا هر څه د زدکړې- پوهې او غښتلې هېوادني مینې او پلان شوې ارادې سره آسانه او شونې دي.

الله جل جلاله فرمایلي دي چې تاسو په نړۍ کې هڅه او پلټنه وکړئ؛ نو تاسو به نوي شیان ومومئ!

د الله جل جلاله له همدې هدایت یا لارښونې څخه چې په ټوله کې یې بشر ته کړی د نړۍ غیر مسلمانو ښه ګټه اخلي او د خپلو پلټنو په پایلې کې یې ښې نتیجې ترلاسه کړي دي، پنځونې یې کړي دي او د ورځني ژوند په هره برخه کې تر مسلمانانو مخکې دي؛ که په ساده بڼه ووایم، زموږ په ګران او اسلامي هېواد 99 سلنه وګړي مسلمان دي دا خلک تعلیم د ښه معاش او ځان ته د ښه ژوند په موخه کوي؛ خو په نوره نړۍ کې اکثر خلک پوهه د خېټې مړولو په خاطر نه؛ بلکې د یوې پنځونې په موخه سرته رسوي او د لازیاتو پرمختګونو په موخه شپه او ورځ هڅې، هاند پلټنو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر د بنسټیزو کارونو او هڅو پایلې دا دي چې یو خوا یې د ولس رضایت تقریباً خپل کړی او بل خوا یې زموږ ګاونډي هېواد پاکستان چې تل یې د افغان ولس پښې وهلي او دوه مخي سیاست مخ ته وړي او خپلې ګټې یې زموږ په بېسوادۍ او کم سوداۍ کې خوندي کړي او له نړیوالو یې په چل او فریب بې حسابه ډالرې لاس ته راوړي اوس یې همدا دښمن انزوا ته په بشپړه ډول ورنیژدې کړی او ژر دی چې د دې دوه مخې له احتیاجه به افغان ولس خلاص شي.

خو ستره ستونزه دا دی چې زموږ ځینې یا اکثریت افغانان د پردیو د ګټې پخاطر کار کوي. د عراق پخواني خدای بښلي ولسمشر صدام حسین وایي (بل هېواد ته جاسوسي کول داسې دي لکه څوک چې خپله مور د بل چا بسترې ته وړي) معنی دا چې که د خپل هېواد ورانول یا د بسټیزه پروژو ورانول، د پردیو د خوشالولو په موخه او اشاره وشي معنی یې دا ده چې دا ډول کسان له همدې خبرې خالي نه وي او د ملي خاینینو په کتار کې به راځي او بل د دنیا او اخرت مختوري شمېرل کېږي. یعنی هغه کسان چې د سلما بند مدافعین وژني، د ایران مزدوران او له دې خاورې (مور) خاینین او مختوري بچي دي دي او یا هغه کسان چې د کنړ او لوګر د بندونو د جوړولو یا د پرمختیا مخه نیسي، دوی به له شک پرته د پاکستان خوشالول غواړي او له شک پرته د دنیا او اخرت مختوري او د جهنم لایق دي.

که خبره سپینه وکړو د هېواد ساتنه یوازي د ملي ځواکونو دنده نه بلکې د ټولو دنده ده؛ ځکه هېواد د مور حیثیت لري، د ملي او بنسټیزو پروژو ساتنه په ټولو فرض ده؛ ځکه له دې سره مو اقتصاد غښتلي کېږي؛ نو د اقتصاد له غښتلتیا سره امنیت او بختیا رامنځ ته کېږي.

او بله مهمه خبره دا چې د خاورې ساتل او پاملرنه د ځان ساتنې او پاملرنې په معنی ده؛ ځکه په اصل کې د اسلامي شریعیت له مخې انسان له خاورې پیدا دی بېرته به خاورې کېږي او که ساینس له لحاظه هم وڅېړل شي؛ نو بیا هم انسان له خاورې جوړ دی؛ ځکه انسان که هر الهی نعمت خوري لکه هر ډول میوه یا حبوبات هغه له همدې خاورې لاس ته راځي او له خاورې تغذیه کېږي چې ښه تغذیه هغه وخت تر سره کېږي چې ښه پارو ورته ورکړل شي چې دا پاور هم له انسانانو او حیواناتو څخه جوړوېږي او کله چې بیا همدا میوه یا نور غذایي توکي انسان وخوري بیا همدا سرکل تکرارېږي او په پای کې انسان مري چې بیا هم وروسته خاورې کېږي او له خاورې همدې څخه یې بیا کېدای شي نور نباتات را زرغون شي او یا نور ژوندي توکي ترې تغذیه شي.

نو ځکه په ډاډ سره ویلای شو چې خاوره د مور په معنی ده او د دې مور اقتصادي پیاوړتیا، غښتلتیا او د بنسټیزو پروژو څخه ساتنه او پاملرنه د ټولو هېوادوالو دنده او وجیبه ده.

په درنښت