
د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کي تېره شپه د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنه جګړه سوې ده.
جګړه تېره شپه د يادي ولسوالۍ مقر ته نږدې د ملي اردو پر قرارګاه د طالبانو له بريد سره هممهاله رامنځ ته سوه چي دواړو لوريو ته يې مرګژوبله اړولې ده. او طالبانو د ملي اردو ۱۴ سرتېري ژوندي نيولي دي.
د چارواکو په وينا په دې جګړه کي د ملي اردو دوه سرتېري او د طالبانو لس وسلوال وژل سوي دي. همدارنګه د اروزګان د والي وياند دا ردوي چي ګڼي طالبانو د ملي اردو ۱۴ سرتېري ژوندي نيولي دي.
بل لور ته د طالبانو لخوا په خپره سويه اعلاميه کي ويل سوي چي په سيمه کي د ملي اردو ۴ مرکزونه طالبانو نيولي دي، ۳۵ افغان سرتيري يې وژلي او ۱۴ يې ژوندي نيولي دي.
اروزګان چي د هيواد په ناامنه ولايتونو کي دی په دې وروستيو کي وسلوالو نښتو پکي زور اخستی دی او ددې ولايت مرکز ته هم امنيتي ګواښ متوجې دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه