کور / سياسي / طالب ته پرانيستی ليک ـ سوله وکړه!

طالب ته پرانيستی ليک ـ سوله وکړه!

بسم الله الرحمن الرحيم
ښاغلی جګړه کوونکی وسله وال طالب صاحبه،
سلام عليکم
د هر ډول لانجو د حل له پاره د تاوتریخوالي او جګړې لاره هغه تر ټولو ناسمه او ناوړه لاره ده. د جګړې او تاوتريخوالي ضد دغه نظر او فکر له پاره داسي دلايل سته چي که په عمومي توګه چلښت لري که نه لري خو دغه دلايل د افغانستان په مؤرد کي سل په سل کي صدق کوي. له دغو دلايلو څخه بعضي مهم يې لاندي وړاندي کوم:

۱ـ په نژدې تاريخ کي هيڅ داسي لانجه نسته چي جګړې دي هواره کړې او د «مستحق» يا «مظلوم» په حق کي تمامه کړې وي.
۲ـ اوس جنګ جګړه او تاوتريخوالی صرف د وسله والو تر منځ مقابله نه وي بلکه پکښي عموما هغو کسانو ته زيات او اصلي زيان رسيږي چي په لانجه کي يا خو دخيل نه وي او يا د جګړې پلويان او لېوالان نه وي. اکثره وخت په مستيقمه او غير مستقيمه توګه دغه قربانيان ښځي او ماشومان او د ټولنې نور کمزور قشرونه وي.
۳ـ د ننۍ زمانې جګړې ټولې ناانډوله دي او د نوو او لا لويو او دوامدارو جګړو او لانجو د رامنځ ته کولو له پاره د دليل په توګه کارول کيږي.
۴ـ ننۍ ټولې جګړې نيابتي دي. د کومو دلايلو پر اساس چي جګړې کيږي هغه لباسي وي او د هرې جګړې تر شا اصلي لاملونه او د جګړې د تودې پاته کېدو لېوالان او لېوالتياوي تر زياتي اندازې مخفي پاتي وي.
۵ـ پر ديني او مذهبي دلايلو د جګړې پر مخ بيول ځکه د دين او مذهب په تړاو د خلکو عقيدې ته زيان رسولای سي ځکه چي د عامو انسانانو (اميانو) له پاره د دوو يا لا زياتو ديني عالم او فتوا ورکوونکو ډلو له خوا د متفاوتو او حتی برعکس فتواوو تر منځ د حق او ناحق پېژندل که ناممکن نه نو زښت زيات مشکل کار وي. له دې کبله که د هر لور له خوا خلکو ته په حقيقت کي زيان رسيږي او يا خلک صرف د يو لور له خوا ورته د تاوان رسېدو احساس کوي، نو ښايي نه يوازي د دغې ډلې بلکه په عمومي توګه يې د ديني استدلال او فتواوو په وړاندي احساس او درک پڅ سي. جګړه په زياته بيا هغه وخت د يو دين په وړاندي د پوهاوي، تفاهم او درک د کمېدو لامل ګرځي، چي جګړه کي ښکېل اړخونه د واحد دين پېرويان وي. بله مهمه خبره دا ده چي د جګړې پر وخت د هر اړخ له پاره ښايي د داسي کسانو استخدام ممکن نه وي چي سل په سل کي د دوی پر اصولو او مفکورو او ارزښتونو برابر وي. بله خبره دا که موضوع د اسلام د دين وي نو مسلمانان په دې عقيده دي چي د وحيو لاره تړل سوې او د دې تر څنک په دغو ژوندو انسانانو کي معصومين نه دي موجود او هر څوک د غلطۍ او تېروتنې مرتکب کېدلای سي. له دې کبله د دين له پاره د جنګېدونکو په اصطلاح «غلطۍ»، «بې عدالتۍ» يا «انحراف» د خلکو په اذهانو کي د داسي بدلون سبب ګرځېدلای سي چي ښايي د دين د دعوا کوونکو خوښ او هدف نه وي.
۶ـ کله چي د جګړې يو اړخ په جګړه نه خوږ کيږي او پکښي عسکر او مځکه او هيواد يې نه زيانمن کيږي، نو د داسي يو اړخ سره جګړه په اصل کي د خپل ځان او خپلو ادعا سوو لېوالتياو پر ضد جګړه کول دي.
۷ـ د جګړې د اوږدېدو په صورت کي د خپلو پلويانو له پاره د مخکښو، مخورو، بانفوذو او حوصله بخښونکو جګړه پرمخ بيوونکو قومندانانو او مشرانو مرګونه واقع کيږي. د وخت په تېرېدو سره د دغو مخکښو کسانو ځايونه يو په بل پسي عموما داسي کسان نيسي چي د پخوانيو په پرتله کمه تجربه لرونکي او د پخوانيو په پرتله کم پېژندل سوي وي. دغه نوي مشران ځان مجبور احساسوي چي د لا سختو دريځونو، فعاليتونو او يا حتی «درواغو» او تېرايستنو په مرسته ځان ته په خپله ډله کي نوم او په دې توګه ټينګه وفاداري په لاس راوړي. دغه پروسه د دې سبب کيږي چي د وخت په تېرېدو سره په هغه مرام، تګلاره او هدف کي انحراف رامنځ ته کيږي، چي له کبله يې يوې ډلې جګړه پېل کړې وه. دا تر دې سرحده چي ښايي داسي وخت تر اټکل تر مخه واقع سي چي د جګړې لومړی هدف او مقصد بدل رابدل او يا له سره ورک او نامعلوم سي.
۸ـ عموما په ننيو جګړو کي په اصطلاح «ظالم» په «سزا» نه رسيږي بلکه سرچپه يې په واک او اغېز کي زياتوالی راځي. ثابته او تجربه سوې خبره ده چي جګړه ډېرو کمو کسانو ته د ګټي وټي منبع خو د «حق» او اکثريت له پاره بالآخره تباهي وي.
۹ـ هر څومره چي جګړه اوږديږي: هومره ورڅخه د دخيلو اړخونو له پاره په نسبي توګه د بېله مخ بايللو بېرته راوتل او سوله مشکله کيږي، هومره زيات د عام ولس تر منځ د اړخونو د اهدافو او مقاصدو په وړاندي ملاتړ او تفاهم کميږي او هومره قربانۍ او زخمونه زياتيږي او اړخونه د خپلې کرکي او خپل دريځ بنديوانان او اسيران ګرځي.
۱۰ـ سوله کول تر جګړې زياتي زړورتيا او په اصطلاح «غيرت» ته اړتيا لري. د دغه زړورتيا د نشته والي او د جګړې د پلويانو د پيغورونو له بيري جګړې چي ژر پای ته رسېدلای سي طولاني او لا بدرنګه سي.
۱۱ـ د نژدې تاريخ جګړې چي حتی اوس ژوند کوونکو انسانانو تجربه کړي ورڅخه دا خبره روښانه سوې چي جګړه بېله فساد څخه بل شی نه ده، او نه يوازي مسلمانان پر دې ايمان لري چي « وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ».
نو محترم جګړه کوونکې طالبه، د پورتنيو او ګڼ شمېر نورو دلايلو پر اساس چي دلته نه دي راغلي له تا څخه زه عاجز او د افغانستان ټول ولس هيله کوي چي:
بيله قيد او شرطه، بېله ځنډه، بېله عوضه، بېله مقام غوښتلو، بېله مراعت غوښتلو، بېله د پرديو سره د مشوره کولو د جګړې پای اعلان کړه او سمدستي يې اعلان کړه. د هغه چا په روی چي ستا له پاره تر ټولو مقدس دی، په سمدلاسه توګه يو جانبه اوربند اعلان کړه او بيا سوله وکړه!

البته که د سولي او جګړې فيصله ستا نه بلکه د بل چا په لاس کي ده نو بيا همدغه خبره اعلان کړه چي موږ له سولي سره تړلي خپلې هيلې ښخي کړو.

له امريکا څخه خو مو د جګړې د بندولو تمه په دې نه کيږي ولي چي نه يې خلک وژل کيږي او نه يې په دې جګړه کي هيواد خرابيږي. له دې کبله مو ټولې هيلي د جګړې د دواړو لوري د افغانانو سره تړلي دي ولي چي د هغوی ورونه او خوېندي د دې جګړې قربانيان دي او په دغه جګړه کي صرف افغانستان خرابيږي.

په درناوي.
د جګړې له مليونونو متضررينو څخه يو متضرر او د جګړې له مليونو مخاليفينو څخه يو مخالف
احمدولي اڅکزی
د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۳۰مه نېټه
______________________

د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه