اوله برخه —– دوهمه او وروستۍ برخه
په انتخاباتو کي د بارک اوباما ځانګړتياوي :
ډيموکراټان سره ددې چي په ظاهره کي يو موټي نه وه خو« بارک اوباما» داسي و ښودله چي ګني تر نورو ځان ديوه بل رازي سياسي تفکر خاوند بولي ، داسي يو تفکر چي د محافظه کارانو سره فرق لري . د امريکا زيات خلک د امريکا په بهرني سیاست او کورني پلانو کي د بنيادي بدلونو غوښتونکي دي خو داسي معلوميږي چي و سپيني ماڼۍ ته د اوبا ما رسېدل څرنګه چي نوموړی يې فکر کوي د ځينو فکټورو پر اساس داسي آسانه کار نه وي .
د اوباما سحر ديده حريفانو اوس وايی چي دی تور پوستی دئ ، شجره ئې اسلامي ده، په نوم کي يې د حسين نوم دئ، او امريکايی بېس نلري . يعني داچي د اوباما نيکه مسلمان وو او زيات وخت يې په اندونیزیا کي چي د نړۍ تر ټولوستر اسلامي هيواددئ تېر کړی دئ . د اوباما وسطي نوم هم حسين دئ چي و زياتو مسلمانانو او عربو ته د صدام حسين دنامه سره تداعي کېدای سي او د امام حسین د نامه سره هم ورته والی لري . خو ددې سره سره چي اوباما يو مسيحي دی ولي د بوش په نسبت چي ددې دين څخه يې اماتوري او سرسري برداشت درلود، ويل کيږي چي د اوباما درک لږ شاني ژور دئ . دامريکاعام خلک مذهبي او زياتره يې مسيحي دي ، د اوباما مخاليفين د نوموړي پر اسلامي شجرې او تورپوست باندي زيات تبلیغ کوي تر څو د هغه د پلويانو پاملرنه او رایي وځانته راکش کړي .
د امريکا په دننه کي د اوباما تر ټولو څرګند مشکل دهغه د پوست رنګ دئ . د امريکا خلک په دې اړه د نظر اختلاف لري . په کلي توګه ځوانان او تحصيل يافته ګان دهغه و رنګ ته دونه اهميت نه ورکوی، ولي دغه واقعيت په پام کي نيسي چي دامريکا۴۳جمهور رئيسان ټوله سپين پوستي وه . په داسي حال کي چي دامريکا په سلو کي ۶۲ د نفوسو برخه يې سپين پوستي دي په دې خاطر د اوباما حريفان کولای سي و دغه د نژاد او دهغه د رنګ و مسئلې او اسلامي شجرې ته زياتي ډنډورې ووهي . هغه د نظريو شمېرنه چي د نيوز ويک اوونيزي لخوا د سږکال د انتخاباتو په هکله کړېده نو په هغه کي په سلو کي ۲۹ د ډيموکراټ ګوندسپين پوستوپلويانو پرېکړه کړېده چي د نوامبر په مياشت کي به و « جان مک کین» ته رايه ورکړي . دډيرو سپين پوستانو نظر دادئ چي د هغوی په نظر اوباما يو واقعي امريکائي نه دئ .
خو برعکس په اروپا کي چي د خلکو سياسي پوهه د امريکا او د نړۍ د نورو هيوادو په نسبت لوړه ده نوتر « جان مک کين» و«بارک اوبا ما» ته زياته پاملرنه او ترجيح ورکول کيږي . دبلي خوا هغه رايي شمېرني چي تر سره سوي دي په مينځني ختيځ کي د اوباما د پوست تور رنګ د هغه محبوبيت لا نور هم زيات کړی دئ . خو دلته به دهغه د محبوبيت د زياتېدو موجبه ښايی نور وجوهات هم ولري چي لوی سرمايه داران به غواړي د ډيموکراټ ګوند دلاري د مینځني ختيځ دسیاسي طرحو په عملي کېدو کي پر اوباما باندي سرمايه ګزاري وکړي او دهغه په سيله ، په سيمه کي چي کوم تشنج موجود دی دهغه مسير و بلي خواته واړوي . ددې سيمي ولسونه او عموماً په ټوله اسلامي نړۍ کي کله چي د بوش انساني ضد کردار تر سترګو تيروي نو دهغه او دهغه دګونده څخه يې دکرکي او نفرت اندازه و خپل اوج ته رسېږي .
ددې ټولو مثبتو او منفي اړخو په يادولو سره په امريکا او نړۍ کي ځيني په دې باور دي چي دلويو سرمايه دارانو ګټي د جان مک کین په بري کي خوندي کېدای سي او بارک اوبا ما يوازي يوه بازيچه ده چي د ډيموکراسۍ تمثیل ورباندي کيږي !
د امريکا په انتخاباتوکي د رسنيو نقش
په لوېديځ کي د نن ورځي ډيموکراسي د اروپا او انګلستان په اولسمه پېړۍ کي ريښې لري . داروپا د ډيموکراسۍ ميراث چي بلاخره ځان يې وامريکې ته ورساوه نو هلته يې د يوې اليګارشي او کنټرول سوې ډيموکراسۍ په شکل ځان ظاهرکړ، چي د يوې ډلي لخوا د خپلو ګټو او دټولو خلکو د ادارې لپاره کارول کيږي او همداسي هم د هغې ډلي د غوښتنو او ګټو پرخوا روانه ده . هغه ډيموکراسي چي په کتابو کي ليکل سوې ده او په هغه کي پر خپل سرنوشت باندي د عوامو په ګټه د خلګو د اشتراک او واک بيانول دي نو هغسي ډيموکراسي په اوسني عصر کي اصلاً سته نه . دهغه راهيسي چي د سرمايه دارۍ نظام و اوسني پرمختللي پړاو ته ځان را ور ساوه، نو د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته سوې او ټولنيز سازمانونويې هم بې درکه پرمختيا او پېچلتيا موندلېده. ډله ائزه رسنۍ هم د هغوی د واکمنو ډلو او مالکانو لخوا مؤظفي سوي دي چي دخپل ماهيت پر اساس داسي فيلټر سوي اطلاعات او خبرونه وخلکو ته ورسوي چي نظام يې غواړي . د امريکا خلک اغلباً خپل ټول مالومات او خبرونه د همدې پر مختللورسنيو دلاري لاسته راوړي او رسنۍ هم که په اقتصا لحاظ وي او که په سياسي او اجتماعي لحاظ نو د هماغه خاصي ډلي تر ادارې او ډيکټې لاندي خپروني تنظيموي او خلکو ته يې رسوي .
امريکا د خپل با قدرته ډله ائزه رسنيو دلاري چي لويه برخه يې د يهودي سرمايه دارانو په واک کي ده او تر شا يې نور لوی اقتصادي قوتونه هم ولاړ دي او ټوله يې د خپلو اهدافو د تحقق دپاره «ګوبلزي» مهارتونه په کار اچوي ترڅو د ټولني پرذهني او فکري ماحول باندي تسلط حاصل کړي او هغوی تر خپل تأثيرلاندي راولي. دغه رسنۍ په دې لاره کي ټولي هغه عرصې چي د لويو سرمايه دارانو او غټو کمپنيو اوږد مهالي ګټي په کښې ساتل کېدای سي په پام کي نيسي تر څو دامريکا د انتخاباتي کمپاين په سير کي د خلکو ذهينتونه ،د هغوی د سياسي،فرهنګي او اجتماعي بنيادي مسئلو څخه پام بلي خواته واړوي او د دووکانديدانو د بري او يا ماتي نمایشنامه ونړۍ والو ته د يوې هيجاني تفنن په حیث و نندارې ته وړاند کړي .
په انتخاباتو کي د دريم جريان دريځ
په امريکا کي د تکنالوژۍ بېړنۍ پرمختګ او ددې هيواد استعماري او د سرمايه داراۍ تکاملي پړاو، ددې هيواد و سرمایه دارانو ته بې درکه ګټي راکش کړي دي ، خو په ټولنه کي د پراخو پرګنو او سرمایه دارانو تر مينځ يوه نه تصور کېدونکې فاصله موجوده ده او دغه فاصله ورځ تر بلي زياتيږي . دلته د امريکا وټولو خلکو او ټولنيزه مترقي جنبشو ته د جمهوري رياست په انتخاباتو کي برخه اخيستنه يوه لويه عمده سیاسي وظيفه بلل کيږي چي غواړي په امریکايي ټولنه کي زحمتکښه او محرومه پرګنو ته د ټولنيز عدالت د موازينو پر اساس خدمت وکړي او ددغه فاصلو په کمولو کي خپل تاريخي نقش و لوبوي .
په دې لړ کي د امريکا دروان انتخاباتي کمپاين په دوران کي غير له دغه دوو مطرحه ګوندونو څخه ( جمهوري غوښتونکي او ډيموکراټ ګوندنه) يو بل مستقل جريان هم چي د دریم جریان په نامه و ميدان ته را وتلی وو، خبري کړي دي. دغه جريان هم د امريکا د جمهوري رياست و څوکۍ ته يو مستقل شخص د «رالف نادر» په نامه کانديد کړی وو . که څه هم هغه د ميدانه ايستل سوی دی خو نوموړي په يوه مصاحبه کي چي د امريکايي خبريال «امي ګوډمن» سره کړېوه ويلي دي چي د امريکا خلک د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو د نامزدانو په ټاکلو کي هيڅ نقش نلري . هغوی وايي په امريکا کی ډېر خلک دځانه سره دا پوښتنه کوي چي دلته په رشتيا څوک د چا سره په انتخاباتي مسابقه کي ډغري وهي . او اساساً دا چي آيا دغه په رشتيا يوه واقعي انتخاباتي مسابقه هم ده ؟
د دريم جريان استازی وائې چي «بارک اوباما» او «جان مک کين» دواړه د لويو اقتصادي مجتمعو نماينده ګان دي او دهغوی د ګټو څخه نه يوازي ساتنه کوي بلکه وهغوی ته د خپل «برياليتوب» نه وروسته د هغوی د بقا او د نوي بازارو د پيدا کولو دپاره لستوڼي را نغاړي .
د کانديدانو دغه دريم جريان او دهغه مستقل کانديدان، چي د فعالينو طرحي يې د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو څخه ماسېوا دي وائي چي دهغوی پرضد داسي تلاښونه تر سره کيږي چي هغوی ته د عامه توجه ټولي خواوي بندي سي . دهغوی پر سیاسي مواضعو او هغو طرحو په وړاندي چي د ټولنيز عدالت د تأمين دپاره يې لري، د لويو رسنيو لخوا چي د امريکا ټولنه يې تر خپلي تبلیغاني چتر لاندي را وستې ده، پرده غوړول کيږي . دا ځکه چي دغه رسنۍ د لويو پیسه داره مجتمعو په ولکه کي دي ، او پخپله ددې دريم جريان سره چي بنسټيزه بدلونه د امريکا د روانو ستونزو د حل اساسي لاري بولي ، مخالفت لري . هغوی نه کمونيسټان دي او نه هم بېدينه امريکايان خو داچي دوی دلويو شرکتو دغل بازي او فريبکاري رسوا کوي، نو دهغوی طرحي چي ددې د وو ګوندو دطرحو سره بېلي او يو دبل سره فرق لري د هغوی د فعاليتونو پر پراخ انعکاس باندي بنديزونه لګول کيږي او ان د انتخاباتي کمپاين په هماغه لومړيو ورځو کي يې د ميدانه څخه باسي .
هغوی غواړي چي د لويو شرکتو، بانکو او د و سلو د توليداتود سترو فابريکو فعاليتونه بايدد خلکو و حاکميت او د هغوی د رفاهيت و اصل ته تابع سي . هغوی وايی کله چي زموږ اساسي قانون د« موږ خلک» په نامه پيل کيږي او کله چي خلک په ټول هيواد کي د عدالت د تأمين خبره کوي نو دا کار ولي بايد يو راډيکاله اقدام و ګڼل سي ؟ هغوی وايي چي دالوی شرکتونه دي چي عملاً پر موږ باندي د واشنګټنه څخه حکومت کوي .
کله چي د قانون خبره ياديږي نو دغه دريم جريان د بوش او دهغه د مرستيال ډيک چيني استيضاح هم غواړي او وائې چي دوی بايد يا د پخوانۍ جمهور رئيس ريچارډ نيکسن او دهغه معاوين اګنيو غوندي استعفا وکړي او که يې نکوي نو دوی دواړه دي کله چي د راتلوکي کال د جنوري پر يووېشته د قدرته څخه ګوښه کيږي ،نو بايد د عدالت د تطبيق څخه فرار و نکړي . هغوی بايد د يوه متناسبه مربوطه قانون پر اساس په دې خاطر چي د خپلو جنايت کارانه کردار پرکړو يې اصرار کړی دی، د اساسي قانون پرضد يې رفتار کړی دی،د عراق د جګړې د پيل تاريخي جرم او وژني يې تر سره کړي دي، د ابوغريب او د ګوانټانامو د بنديانو د سيسټماټيكه انساني ضد چلند او زوروني امرونه يې ور کړي دي ، د بې ګناهانو د بندي کېدو او د قانوني ملاتړ نه بغير يې د خلکو شخصي خبرو ته يې غوږ نيولی دی او داسي نورډېر څه يې کړي دي، نو ددې ټولو په خاطر، باید محاکمه سي .
په دغه دريم جريان کي د ياد سوي دوو ګوندو د انتخاباتي کمپاين ناراضيان او مخالفين وايی، هغه کسان چي ډيموکراټان يې بد ايسي، نو يوازي په دې خاطر ډيموکراټانو ته رايه ورکوي چي نه غواړي د جمهوري غوښتونکو تر څنګ و دريږي، او هغه چي بياد جمهوري غوښتونکو څخه يې په سر کي ټک دئ ، نو يوازي په دې خاطر و جمهوري غوښتونکو ته رايه ورکوي چي نه غواړي د ډيموکراټانو سره ولاړ سي .بس د همدغي لړۍ دوام دئ چي دغه دوه ګوندونو په دغسي يوې فضا کي تر دا اوسه پوري و خپلي ډيکټاټورۍ او تسلط ته دوام ورکوي . هغوی وایی ،همدغه وجه ده چي که ددغه دريم جريان څخه د فعاليت موانع ايسته سي نو ډيري خبري او واقعيتونه به تر خلکو ورسيږي او خلک به په دې و توانيږي د يوه بل ګوند او و يوې نوي سوله ائزي نړۍ ته د ننوتو د بري چانس قطعي کړي . هلته به وي چي په دغه پر مخ تللي او موړ هيواد کي د خلکو و لوی محروم اکثريت ته د اجتماعي عدالت په تأمين کي د هغوی د اميد غوټۍ چي د اصلاحاتو او په سيسټم کي د بنيادي تغير غوښتونکي دي و غوړيږي . پای
اخځونه :
۰ داسټرليا د ایس بي ايس او اې بي سي خپروني،
۰ دبي بي سي او د آلمان ږغ راډيو،
۰ د نيويارکر او نيوز ويک مجلې،
۰ د وال سټريټ ژورنال اودشيکاګو د سوشياليسټ رويو ژورنال،
۰ د روسيې د نووسټي خپرونه،
۰ د هندوستان د هندو او نيو ايج د ورځپاڼو ويب سايټونه،
۰ په امريکا کي ځيني خپلواک او معتبره سايټونه،
۰ او دغه لاندي لينکو څخه استفاده سوېده