لیک: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې د کافرستان په کالاشو قوم کې یو کس مري نو د هغه د قبیلې، کلي او کور خلګ د عقیدې، مذهب او کلتور له مخې تر څو ورځو پورې پر مړي سندرې وايي، ډولونه وهي او اتڼونه کوي، خو بختور به هغه وي چې دا لړۍ ورباندې تر ډیره وغځیږي، تر څو د مړي اروا خوشحاله او ګناهونه یې پاک شي، خو په غزني کې بیا له څو ورځو پرته له عقیدې، مذهي رسوماتو، ټولنیزو رواجونو، کلتوري اخلاص او قامي وفادارۍ څخه د مړو پر سر سیاسي، اقتصادي او د چوکۍ ساتلو اتڼ شروع دی.
د تیرې شنبې په ورځ د غزني د قره باغ ولسوالۍ سلګونه ولسي خلګو له هغه وروسته د کابل کندهار لویه لار وتړله او په غزني ښار کې یې مظاهره پیل کړه چې د دوی په وینا اربکي پولیسو یې پر کلي غدۍ وروړې، مظاهره کوونکي چې د وژل سویو کسانو مړي یې له ځان سره د احتجاج په موخه راوړي وايي د یادې ولسوالۍ د نېختې په نوم د هزاره ګانو د کلي اربکیان د پښتنو د شېراباد کلي یوه کور ته د شپې مهال ننوتي چې پلار او پنځه کلن زوی یې وژلي، دوه تنه یې ټپیان کړي او د کور دوه تنه نور یې له ځان سره وړي، چې لا یې هم برخلیک نه دی څرګند.
مظاهرې، مدني حرکتونه، احتجاجونه او له دې لارې حق غوښتل هغه نړیوالې کړنې دي چې اوس موږ هم سوکه سوکه ورڅخه برخمن کیږو، خو چې دغه مظاهرې، مدني حرکتونه، احتجاجونه او له دې لارې حق غوښنل د پردیو له سیاست، مفاداتو او ځینو نورو خود غرضیو څخه پاک وي، لکه څنګه چې په غزني کې روان احتجاج د یوه مقدس هدف په موخه پیل شوی وو، خو وروسته یې سوکه سوکه سیاسي بڼه خپله کړه، چې اوس یې ځیني کسان لکه د بزکشي لوبې سخوندر یو بل لور ته زغلوي.
د دغه مظاهرې ډیری برخه ولسي خلګ چې له غم ځپلې کورنۍ سره خپله خواخوږي لري او په اجتجاج ناست دي په دې ټنیګار کوي چې انصاف دي وشي، تښتول شوي کسان دي راخوښي شي، قاتلین دي سزا شي او د دغه دوو کلیو ترمنځ دي سل کلنه لانجه په قانوني، اصولي او حقوقي ډول پای ته ورسیږي، خو په مظاهره کې ننوتي ځیني عناصر بیا د دغه کسانو پر خوله لاس نیسي او له موقع ګټه پورته کوي، سیاسي عقدې پر مخ وړي او وايي: د غزني والي، امینه قومندان او ځیني نور دولتي او امنیتي کسان دي له دندې ګوښه شي، که نه مظاهرو ته به دوام ورکړي.
دا چې د غزني ولایتي شورا د خپلو سیاسي ملحوظاتو په بنا د نابالغه نندارچي په توګه ناورین ته لاس ترزنې ګوري او ځینې غړي یې د والي د لرې کولو په هڅو لګیا دي، خو والي انجنیر عبدالکریم متین بیا د خپلې چوکۍ د ساتلو په موخه حق حقدار ته له سپارلو، مجرمانو ته له سزا ورکولو او د نیول شویو کسانو له راخلاصولو څخه پرته له اعتراض کوونکیو د مظاهرو ختمولو غوښتنه او له ځینو خلګو د دریمګړيتوب هیله کوي، چې دا د هغه کوتافکري ده.
څنګه چې غزنی له تیرو دریو کالو څخه په سیاسي لحاظ ليوانو ته غورځول شوی دی، نو د دغه ولایت انجنیر محمد خان چې لومړی ځل د خپل ولایت په درد ځان خبروي د مظاهرو ختمول غواړي او وايي: لومړۍ غوښتنه يې دا ده چې لاره دي خلاصه او مړي دي خاور ته وسپارل شي، چې دا خبره نه کوم انصاف نه او نه هم کوم قانون دی.
که ځیني خود غرض عناصر د خپلو شخصي، سیاسي، اقتصادي او نورو نامشروع ګټو له پاره په دغه ولسي ناورین کې ښکېل او ځان ته یې کښوي، خو پښتانه متل کوي: «غم دی د لالي پر سر چټه دي تازه ګرزي» هغه دا چې د وژل شویو، ټپي شویو او تښتول شویو کسانو کورنۍ له ویر او پر لاره بند مساپر د سړځګۍ، لوږې، تندې او ناروغیو څخه ګړیږي.
د دې ټولو ګټو او زیانونو ترڅنګ د سیمې د ځینو هیوادونو استخباراتي کړۍ به هم خپل اهداف سنجوي او د تل په څېر به دغه اور ته لمن وهي چې پښتانه او هزاره قومونه په دې پلمه په جګړه سره واچوي، که افغان ولسمشر محمداشرف غني په مستقیم ډول په دغه پېښه کې دخیل نه شي او د حل لارې چارې یې پیدا نه کړي لاسوهنې به په کې ډیرې او ستونځې به یې زیاتې شي، نه دا چې په لیږل شوي بې کفایته هیت کفایت وکړي.