دناټو په مشرۍ دایساف د ځواکونو له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو یو سرتیری د هلمند په ولایت کې له لاسه ورکړی ایساف ویلي چې دغه سرتیري یې په داسې حال کې له لاسه ورکړی چې نه جګړه وه او نه هم کومه نښته ، دایساف خبرپاڼه کاږي چې ددغه سرتیري هویت نه شي په ډاګه کولای او د هغه د وژنې په اړه پلټنې روانې دي، ناټو په مشرۍ دایساف د ځواکونو ډیری بریطانوي سرتیري په هلمند کې میشت دي.