قرغز کوچیانو له پېړیو راهیسې له منځنۍ اسیا څخه تر جنوبي اسیا پورې ازاد تګ راتګ کاوه، او په سیندونو او په واورو پوښلو غرونو باندې به تېرېدل راتېرېدل، خو اوس د هغوی یو شمېر «د نړۍ په بام» باندې ایسار پاتې دي
واخان دهلېز، افغانستان — یو کم شمېر قرغز نژاده وګړي، چې د تاریخ اړ او پېچ را ایسار کړي، د افغانستان په شمال کې په یوه کونج کې، چې د ژوند شرایط په کې مساعد نه دي، له سختیو نه ډک ژوند ته دوام ورکوي.
قرغز کوچیانو له پېړیو راهیسې له منځنۍ اسیا څخه تر جنوبي اسیا پورې ازاد تګ راتګ کاوه، او د خپلو مالونو له رمو سره به په سیندونو او په واورو پوښلو غرونو باندې تېرېدل راتېرېدل، خو اوس د هغوی یو شمېر وګړي «د نړۍ په بام» باندې — د افغانستان په لیرې پراته او غرني واخان دهلېز کې په دې هیله وخت تېروي چې له سختیو څخه د وتلو لار ومومي.
په سیمه کې سیاسي تغیراتو او تاوتریخوالي ورو ورو هغوی په یوه تنګه کې ور ایسار کړي دي. هلته سړکونه نشته، او نژدې سرحدونه یو په بل پسې بند شوي، چې قرغز وګړي یې له یوه خطرناک ژوند سره مخامخ کړي دي.
یوه زهیر قرغز مشر، جوبای، چې کڅوړنې سترګې او ډډ غږ یې درلود، وویل، «مونږ تصادفي افغانان یو،»
هغه د خپل قوم په هکله، چې تحلیلګران یې شمېر یوازې ۱۱۰۰ بولي، وویل، «مونږ دا وطن نه دی انتخاب کړی، خو مونږ بل ځای نه لرو چې هلته ورشو،»
په یوه یخه سیمه کې، چې هلته ډېر کم تودوخه د کنګل له درجې څخه پورته کیږي او بوټي په کې نه شنه کیږي، د ژوند توقع کمه ده.
په بشکېک کې د کراس لېنک نړیوالې پرمختیایي موسسې رییس جېف واکس وویل، په دریو کې یوه ښځه د زېږون پر وخت د اختلالاتو له امله مري، په داسې حال کې چې ۵۳٪ ماشومان له پنځه کلنۍ څخه وروسته ژوندي نه پاتې کېږي.
هغه ای اېف پي ته وویل، «هغوی په یوه لیرې پرته سیمه کې د ژوند او مرګ تر منځ د یوه ګړنګ پرغاړه ژوند کوي،»
هغه زیاته کړه، «هغوی ژوند ته دوام ورکوي… او له سلګونو کالو راهیسې همداسې را روان دي،»
د ډاکټرانو یا کلینیکونو په نشتوالي کې، حتی وړې ناروغۍ کولی شي چې د مرګ سبب شي.
یوه محلي شپانه، تیلو، چې لاسونه یې د دغه دهلېز د نورو اوسېدونکیو په څېر داسې پتري پتري ول چې پوستکی یې چاودلی او وینې وینې وو، دا خبره ومنله چې «د نویو پیدا کېدونکیو کسانو په نسبت ډېر کسان مري
د نړۍ بام په بله برخه کي