کور / تازه خبرونه / ميدان ښار: طالبانو ۳ اکمالاتي موټر سوځلي دي

ميدان ښار: طالبانو ۳ اکمالاتي موټر سوځلي دي

طالبانو وردګو په مرکز ميدان ښا رکې دامريکايي ځواکونودرې اکمالاتي موټر سوځولي دي  .


ذبيح الله مجاهد لر اوبر ته وويل چې  ملګرو يې تيره نيمه شپه دوالي دفتر په څومترۍ کې دبازار په مينځ کې  دصداقت هوټل مخې ته درې دکمپاين موټر لومړي په راکټ وويشتل اوبيايي اور ورته  واچاوه .


نوموړي وويل چې دغه پېښه کې ددوي هغه ملګرو برخه اخيستي وه کوم چې په ميدان ښا رکې ځاي پرځاي دي .


خودوالي مرستيال خاشع پېښه تايد کړه او زياته يې کړه چې په دې پېښه کې درې موټر سوځيدلي اوپنځه تنه په کې  ټبيان شوي دي .


خاشع وويل چې پلټنې مو پيل کړي دي چې ددغې پېښې څرنګوالي معلوم کړي .


وردګ هغه ولايت دي چې په دي وروستيو کې دمخالفو وسله والو اودولتي ځواکونودنښتو شاهد دي


ديادولو وړده چې ولسمشر کرزي دې ولايت ته ددې په خاطر نوي والي وټاکه ترڅو دامنيت په ټينګښت کې هڅې وکړي ولي دنوي والي په راتګ سره دامنيوپېښې اودکمپاين دموټرو سوځول دولايت دولسواليو څخه مرکز ميدان ښار ته راورسيدلې .