لیکوال: سردار محمد همدرد
په تېرو څلورو لسیزو کې، چې افغانستان د جګړې ډګر شو، نو په یوې کورنۍ جګړې واوښت. زه پر دې بحث نه کوم، چې ولې داوود خان شهید شو. اصلا خبره هم له همدغه ځای څخه را پیل شوه او په دې وطن کې جګړې ته لار پرانیستل شوه. په کور د ننه هم داسې ډلې وروزل شوې، چې په مطلق ډول یې د افغانستان د ملي ګټو او د سولییز افغانستان هیله نه درلوده.
زه اوس تر دې ټولو تېرېږم، چې مونږ افغانانو کومې تېروتنې وکړې. دا تاریخي فرصت مو هم له لاسه ورکړ، چې کله روس له هېواده ووت او دواړه ډلې سره یو ځای شوې وئ، پردۍ ټاپې یې ختمې کړې وئ او یو ګډ حکومت یې جوړ کړی وئ. دا ټولې تېروتنې وشوې. د طالبانو د حکومت له ړنګېدو څخه وروسته بیا افغانانو ته د هېواد جوړونې یو چانس په لاس ورغئ، خو له دې چانس څخه هم مثبته استفاده ونه شوه.
نړیوالې ټولنې د خپل (۱۴۰۰۰۰) امنیتي سرتېرو څخه یوازې لس زره پرېښودل. په دې وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني ته لانجمنې ټاکنې او یوه فاسده اداره په میراث پاتې شوه. دا هغه ورځې دي، چې کندوز سقوط کوي، په هلمند، روزګان او فراه کې جګړه د ولایتونو تر ودانیو پورې رسیږي. ولسمشر محمد اشرف غني په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا نړیواله ټولنه همکارۍ ته چمتو کړه. ولایتونه یې له سقوط څخه وژغورل او د دې ترڅنګ يې وسلوال مخالفین وځپل. اوس یوازې مخالفین د خپلو نیول شوو سیمو د ساتلو په فکر کې دي او دا په خپله د افغان امنیتي ځواکونو ښه لاس ته راوړنه ده. زه نه غواړم، چې د ولسمشر محمد اشرف غني پر لاسته راوړنو بحث وکړم؛ بلکې په دې مقاله کې زما موضوع ډېره واضیح ده. د افغانستان جګړه او د پاکستان مداخله ټولو ته معلومه ده. د افغانستان جګړه که نور ابعاد او همکاران هم ولري؛ خو زمونږ د هېواد د جګړې زیمه وار اتیا سلنه پاکستان دی او شل سلنه یې نورې برخې دي.
په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د مثبت بهرني سیاست، نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا ته په قناعت ورکولو سره په ټولو دا ومنله، چې د افغانستان د جګړې لوی حامي پاکستان دی. دا داسې یو حالت دی، چې افغانستان هم له یوې بدې او خطرناکې جګړې څخه تیریږي او د دې ترڅنګ په پاکستان کې هم ډېر سیاسون د ای اس ای دغه لوبه، چې مخ ته یې وړي، خطرناکه او د پاکستان په ګټه نه بولي. ولسونه یې هم د افغانستان سره ښې اړیکي غواړي. پاکستان په کور د ننه هم ډېر مشکلات لري. د بلوڅانو هلې ځلې چې د ازاد بلوچستان لپاره یې کوي. دغه راز پښتانه او سندیان هم په پاکستان کې ځانونه محروم ګڼي، بې روزګاري ورځ په ورځ زیاتیږي او په دې پوهیږي، چې د داعش په نوم یوه څپه را روانه ده، چې ټول عربي او اسلامي هېوادونه یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي او که دا څپه راغله، تر افغانستان څخه مخکې به پاکستان ته د خطر زنګ وي. نو په داسې حالاتو کې، چې هم په پاکستان کې د دې لپاره ذهنیت جوړ دی، چې په افغانستان کې باید مداخله ونه شي او هم افغانان په هر قېمت چې وي، د پاکستان سره د هرې چاودنې حساب کوي.
په هېواد کې د ننه هم څه ناڅه ستونزې لرو؛ خو هغه ستونزې دومره ننګونه نه ده او حل کېدای شي. تر ټولو اساسي ستونزه جګړه ده. تر څو چې په دې وطن کې جګړه ختمه نه شي، هېڅکله د قانون حاکمیت او د ښې حکومتولۍ خبره شونې نه ده.
دا چې افغانانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي دا یوه خبره کوله، چې جګړه د پولې ها غواړې ته ده او په دې برخه کې باید توجه وشي. په دې پنځلسو کالونو کې پاکستان له ډول ډول پلمو څخه استفاده وکړه. کله به یې د سولې خبرې را مخې ته کړې، کله به یې په وزیریستان کې د عملیاتو په نامه مانورې وکړې او ځان به یې ډېر معصوم او د دهشتګردۍ ښکار باله. حتی له نړیوالې ټولنې څخه به یې مرسته غوښته. اوس داسې وخت را رسېدلی دی، چې د پاکستان ټولې بهانې پای ته رسېدلې دي. ولسمشر محمد اشرف غني د خپل یوه قوي دريځ څخه له پاکستان سره یا رښتینې دوستي کول غواړي او یا یې په ډانګ پېیلې دوښمني هدف ده. مخکې داسې ذهنیت و، چې که له پاکستان سره د تورخم او چمن دروازه وتړل شي، نو دلته به قحطي راشي. ولسمشر محمد اشرف غني دا ثابته کړه، چې د پاکستان دروازه که هر څومره وتړل شي، په دې برخه کې هېڅ اقتصادي تاوان نه کوو بله خبره یې دا، چې تېره ورځ یې پر عدلیې وزارت غږ وکړ، چې د مهاجرو لپاره باید ځمکه وکتل شي. دا په خپله د ملي وحدت د ارادې په معنی ده. په داسې شرایطو کې د افغانستان متحدینو او ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې د افغانانو سم لاس نیوی وکړي او که دا لاس نیوی وکړي او افغانستان له جګړې خلاص کړي، افغانان به د دوی دغه احسان هېڅکله هم هېر نه کړي.
د دې ترڅنګ د افغانستان پر ملت او پر ټولو سیاسونو غږ کوم، چې د خپل ولسمشر د دې مثبت او داسې یو سیاست، چې په هغه سره په افغانستان کې متداومه سوله راځي، ټینګ ملاتړ، کورني اختلافات ختم او یوازې او یوازې د دې تاریخي فرصت د کامیابولو لپاره هڅې وکړي. فرصتونه هم همېشه نه وي، دا کله کله زمینه برابریږي. دا چې په ټولو مو دغه تاریخي فرصت له لاسه نه وي ورکړی، باید په کور د ننه د قانون د حاکمیت او ښې حکومتولۍ لپاره لار هواره کړو؛ ترڅو پر خپلو پښو ولاړ او غښتلی افغانستان ولرو.
په درنښت