سوله او پخلاینه انساني، اسلامي او افغاني غوښتنه ده. خو که دا چا په جنګ اچولي یو او چا له جنګ او جګړې ګټه پورته کړې او پورته کوي؟
زه د سولې او مذاکراتو سخت پلوی یم. سوله، ښه تفاهم او ورورګلوی زما د ژوند شعار وه اودی، خو په زر بریا او زر لاستخ راوړو یې باور نه لرم.
هو دامنم که سولې د خبرو، ناستو ولاړو او ددې خبرو او سیاست په پایله کې د یوه کس ژوند ته هم نجات ورکړل شي نو هغه بریا ده،
هو داچې دښمن تجرید او د خلکو، اسلام او وطن ته لیوالان وپيژندل شي او دښمنان له زړونو بهر ، بربنډ او وپيژندل شي بریا ده، خودا جنګ زما کور ته، اسلامي نړۍ ته، انساني ټولنې ته چا راوړای او هدفمند راوړل شوای او یوچا ورځینې ګټه پورته کړې او پورته کوي.
سوال داسې دی چې دا مرجع او انساني دښمن چې راته جنګ راوړای هغه اوس هم وجود لري او که نه؟
داچې زه یې له خپل روره بېرولای او د رور ګریوان او زما لاس یې سره ورکړي او زه یې متقاعد او باور مند کړای یم چې د دریم ګړي وجود او ټوپ او د هغه شتون له ما سره په عالم اسباب کې اړتیا او زما ضرورت دی، هغه مرجع لا وجود لري؟ د ھغه وجود د ځانه سره مجبوراً قبلوم چې مې رور راته څملوي او زما څنګ ته ولاړ وي، اوس هم شته؟ او هغه چې زما رور یې خپل لاس کې نیولای او ما پرې وژني او نړۍ پرې تهدیدوي اوس هم شته؟ ځواب ښکاره دی نو غمیزه مې ادامه لري. هلته، د سولې ناستې ته او زما د رور په استازي توب به هغه، هغوی مخ ته کوي چې ددوې برنامې پرې پلي کولای وشي. هغه خو ملابرجان وژني او ملابرادر په زندان کې اچوي. هغه خو ملا آغا جان ترور ته مخامخوي او هغه بل خیر خواه په ښکاره او مرموزه توګه وژني.
آیا هغوی دې پریږدي چې ته دې داسې حاکمیت او اراده ولرې چې سبا ورته ووایې زه د خپلو اوبو او معدن نه خپل وطن کې ګټه اخلم او دآمونه تر اباسینه او مارګلې یو وطن او تاریخي افغانستان دی. زه دا په یوه عادلانه او نړیواله محکمه کې ثابتوم او دې کې تردید نه لرم او هغوی هم په تاریخ او مستنداتو خبر دي.
زه مسلمان د مسلمان رور بولم او د مسلمان وژنه او د انتحار له وجهې او لارې د خلکو نه د توبې حق اخیستل حرام ګڼم او دا عمل اسلامي عمل نه ګڼم او د خبره د اسلامي شریعت له لحاظه ثابتوم.
نو روره غمیزه ادامه لري او الله (ج) دې پر مونږ ورحمیږي.
داسې د سولې ناستې ولاړې، د سولې او ښه تفاهم ناستې ولاړې ښې دي خو ستر امید ترې نه لرم.
غمیزه اوږده او سولې ته د رسیدو میکانیزم د سترو موانع او خطاء ګانو سره مواجه وه او دی.
۱۵ کاله مو نارې او سورې ووهلې چې افغاني مذاکراتو او خبرو کې د مخه شرطونه ایښودل خطاء دي. د هر توافق اصلي نهايي مشروعیت مرجع د افغانستان او مسلمان اولس د تصمیم په توګه ترلاسه کیدای شي. مونږ د خپل ملت پر مسلمانۍ باور لرو او د مسلمان انتخاب د اسلام په چوکاټ کې دی. او د سولې او افغان وژنې ته د پایان ټکی ایښودل، افغان مسلمان ملت د تصمیم پر زمینه او میکانیزم کار کول اساسي او بنسټيزه خبر تشکیلوي، دا اساسي تمرکز ونشو او ډیر وخت او فرصت ضایع شو او دا خبره چا را سره ونه منله او د سولې خبرې هسې یو تجارت او وخت تیرونه وه. د طالبانو د قطر دفتر د طالب خلاصول د ای اس ای له یوغه وه، خو عمل کې دا موخه ترلاسه نه شوه. د هغه کورنۍ، ډاکتر، کور، د کوچني زده کړې او ترانسپورت، د هغه پاسپورت او بانک او تیلفون د ای اس ای تر نظر لاندې دی او دابل خواته هم ټول امکانات او موجودیت هغه بل ورکوي. نو اول به هغه کیږي چې هغه دریم ګړی یې غواړي. نو دا غمیزه د افغان اولس غمیزه ادامه لري. دې ناستو ولاړو او هر فرصت کې افغان اولس او دې ناستو ولاړو کې او د افغان اولس مخکښانو ته په کار دي چې د افغان اولس د غمیزې عُمق او بُعد ته تلل په ځير او دقت یې څېړل پکار دي او دا منطق عامول په کار دی چې دا ټوپک د بل ټوپک دی. دا غمیزه مو ادامه لري او د الله له درباره د پناه او سولې غوښتنه کوو.
تنویر او د حقایقو عامول او ځان پوهول په کار دي. هغه چې مې ګریوان نیولای او هغه چې مې وهي او هغه چې وهم، پوهول په کار دي، چې دا زما جګړه نه ده او اوس ډېره موده د بل په جګړه کې ښکیل یو او د بل ټوپک مو په اوږه دی.
الله ( ج) دې مونږ ته د نیکۍ او خیر هدایت وکړي.
آمین یا رب العالمین
دوکتور صلاح الدین سعیدي