ملي اردو په پكتيكا ولايت كې د چاوديدنكو توكو ډك موټر د نيول څخه خبر وركړ.
په پكتيا ولايت كې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ډاګروال محمد ګل وويل چې د غه لوى لارۍ موټر چې چاوديدونكو توكي پكې ځاى پر ځاى شوي ول د پاكستان له واڼه څخه د پكتيكا ولايت برمل ولسوالۍ ته د را اوړيدو پر مهال نيول شوى دى.
ده وويل چې موټر د سيمې د اوسيدونكو په همكارۍ نيول شوى او تر دې مهال پر ځاى ولاړ دى .
د ښاغلي محمد ګل په وينا په موټر كې ناست يو تن نيول شوى چې په اردو ژبه خبرې كوي او دا مهال تر پلټنې روانې دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه