
د مالیې وزارت عوایدو اوګمرکونو معینیت نن د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي او په هیواد کې د لا زیات مالیاتي کلتور دودولو په موخه د مالیو اوونۍ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په انټر کانټینینټال هوټل کې پرانیسته.
په دې مراسمو کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال، د دې وزارت رئیسانو، د دولتي ادارو منسوبینو، د خصوصي سکټور مسؤلینو، د مدني ټولنو په شمول د دولتي او خصوصي بنسټونو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ، له ګډونوالو څخه د مننې ترحنګ په پرانیستې وینا کې وویل:” خوشحاله یم چې نن ورځ مو د مالیو اوونۍ کمپاین پیل کړ، ستاسو ګډون د مالیو اوونۍ د بریالیتوب او د موخو تر لاسه کولو لپاره ډېر اړین دي. نوموړي زیاته کړه: د مالیو ورکړه د حکومت او مالیه ورکوونکو تر منځ د ښو اړیکو سبب ګرځي، د افغانستان ټول وګړي د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره د مالیو په ورکړه مکلف دي، چې د وګړو د دې مکلفیت پر وړاندي، حکومت مسؤلیت لري چې مالیه په رڼه او سمه توګه راټوله کړي او د حساب ورکوونکي په بڼه یې ولګوي”.
د ښځو سوداګرۍ خونې مرستیالې اغلې افسانه رحیمي وویل، چې د سوداګرو مېرمنو لپاره د مالیو ورکړي پوهاوی اړین دی. موږ له دې کمپاین څخه ملاتړ کوو او د مالیې له وزارت سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.
د افغانستان د کسبګرو ټولنې رئیس ښاغلي محمد حسن سپاهي، د دې پروګرام د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې موږ په دې کمپاین کې برخه اخیستي او له مالیې وزارت سره همکار یو. نوموړي زیاته کړه، د دې ډول پروګرامونو پرمټ به مالیه ورکوونکي او اصناف د مالیو د قوانینو په هلکه معلومات تر لاسه کړي او د هغوی د اطاعت پذیري کچه به لوړه کړې.
د عوایدو لوی رئس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي او نورو مسؤلینو، د مالیو اوونۍ په موخو، څرنګوالي او د پوهاوي په ارزښت ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د یادې موضوع په اړه پریزینټېشن هم وړاندي شو.
یاد پروګرام به د یوې اوونۍ لپاره په ټول هیواد کې دوام ولري او په هغه کې به مالیه ورکوونکو، خصوصي سکټور، د اقتصاد زدکړیالانو، د خصوصي او دولتي پوهنتونو د حسابدارۍ او عامه ادارو، د مالیې وزارت او نورو ادارو کارکوونکو ته د سېمینارونو، د بېلابېلو رسنیو په راډیویي او ټلوېزیوني پروګرامونو او د لوبو په سیالیو کې د مالیاتي قوانینو په تړاو پوهاوی ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیو اوونۍ له نمانځنې او پرانیستې څخه موخه د مالیه ورکوونکو د پوهاوي کچې لوړول، د مالیو کلتور پیاوړي کول، د مالیه ورکوونکو روزنه او پیاوړتیا، د اطاعت پذیري کچې لوړول، د عوایدو په پروسیجرونو کې اصلاح او بدلون او مالیه ورکوونکو ته په وخت سره د خدمتونو وړاندي کول دي، چې له یوه اړخه له مالیاتي جرمونو څخه مخنیوی وشي او له بلې خوا ملي عواید په ښه توګه را ټول شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه