د مشرانو جرګې مرستيال منشي فيصل سميع په يوه مرکه کي ويلي دي چي د پولیسو د منسوبینو دنده د قانون پلي کول دي، نه له قانونه سرغړونه.دهغه په وينا که د استاد عطا او جنرال رازق پهشان څېرو سره تفاهم ونهسي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ سي.
ښاغلی سمیع وايي، که د حکومتي چارواکو د دا ډول کړنو مخه ونهنیول سي، د هېواد راتلونکی به ډېر خطرناک وي.
ښاغلی سميع دا څرګندوني په داسي وخت کي کوي چي د کندهار ولایت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق پر مرکزي حکومت سختي نیوکې وکړې او زياته ئې کړه چي د حکومت په خوښه نه دی مقررسوی، دی د کندهار سپين ږيرو او مخورو ټاکلی دی او مرکزي حکومت نهسي کولای دی له دندي ګوښه کړي.
خو د مشرانو جرګې مرستيال منشي ښاغلي سميع وايي:
“د قانون له مخي د پولیسو منسوبین په سیاسي مسایلو کي د تبصرې حق نهلري، بلکه دنده يې د قانون پلي کول دي، که د استاد عطا او جنرال رازق پهشان څېرو سره تفاهم ونهسي نو هېواد به د بربادۍ په لور ولاړ سي.”