
د منهاټن د بريد په تړاو مشکوک کس ويلي د منهاټن بريد د امريکا د بريدونو سره اړه لري چي پر اسلامي دولت يا داعش ډله ئې په سوريه او نورو هيوادونو کي ترسره کړي دي.
عقائد الله چي بنګلدېشی دی او عمر ئې د ۲۷ کلونو شا وخوا دی د نيويارک په منهاټن کي ئې چاودېدونکي توکي وچول چي په پايله کي د بريدګر په ګډون پنځه کسان ژوبل سوه، دپوليسو په وينا عقائدالله ځکه دا سيمه خپل هدف ټاکلی وو چي په دې سيمه کي د کريسمس لپاره د خلکو د سودا اخستلو ګڼه ګوڼه پکي وه.
تورن کس پر غزه د اسرائيلو د بريد يادونه هم کړې ده چي تېره جمعې ورځ وروسته ترهغه ترسره سو چي کله له غزې تړانګي پر اسرائيلو توغندۍ وتوغول سوې.
پوليسو په بروکلين سيمه کي د نوموړي تورن کس کور هم پلټلی دی.
عقائدالله په کال ۲۰۱۱ کي امريکا ته مهاجر سوی دی او د برېښنا د يو شرکت سره کار کاوه.
د بنګلدېش حکومت وايي نوموړی په هيواد دننه کي جرمي سابقه نه لري او په آخري ځل ئې تېره سپټمبر مياشت خپل هيواد ته سفر کړی وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه