د مباشرت يا له خپلی بی بی سره ديوځايوالی آداب :
لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولی دجاهليت دوخت بی شرمی له مينځه يوړی دهغه پر ځاي يی په ټولنه کی يوازی اسلامی نکاح منځ ته راوړه .
څنګه چه د ټولنی پر سطحه دنکاح سپيڅلی سنت طريقه شوه همدارنګه دنکاح په منځ کی د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه ددغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دی .
دمباشرت آداب :
۱- دلومړی ځل لپاره چه کله ناوی له خپل خاوند سره يوځای کيږی سنت طريقه داده چه اول د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايی بيا دا دوعا ووايی :
الهم انی اسلک خيرهاوخير ما جبلتها عليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه ((ای خدايه زه له تا څخه خير ددغه ښځی غواړم ، په عاداتو دهغه له تا نه د خير سوال کوم اوله شره دهغه پناه غواړم )) .
۲- دجماع دشروع کيدلو وخت کی بسم الله ويل ضرور دی چه ډير ذيات برکات لری يا دا دعا ويل الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ د شيطان له شره لری وساتی او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا زمونږ په نصيب کی ليکلی وی )) .
۳- دکورواله په وخت کی بايد سړی ځان لوڅ نه کړی يوه پرده پر ځان واچوی .
اوخپل انسانی کرامت وساتی .
حضرت محمد (ص) فرمايی : دحيوان په څير ځان مه لوڅوی .
۴- دحيض ( ماهوار دوينی جريان )او نفاس (دولادت وينی ) په جريان کی له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کی ښځه په عادتی شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کی يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوی .
همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی جريان لری اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وی چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوی .
الهی لارښوونه :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کی له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دی ،داسی نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځی څخه د حيض او ولادت په دوران کی کرکه وشی .
بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شی ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وی او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی تياری وی .
۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف يوځايوالی سخته کناه ده .
بی حده لويه بی شرمی ده چه په حيواناتو کی هم داسی کار وجود نلری
ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع) قوم څنګه تباه شو
پدی اړه حضرت محمد(ص) فرمايی : هغه کس ملعون يا لعنتی دی چه له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کی جماع وکړی (رواه ابوداود ،احمد ) .
۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يوراز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بی ننګی ده .
دحضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايی : چه دقيامت په ورځ به دالله تعالی په مخکی هغه سړی بدترين درجه کی وی چه د ښځی سره جماع کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوی (رواه مسلم ).
يادونه : نورټکی هم شته ولی هغه کوم چه ضروری ؤ دلته ذکر شول .